کور / تازه خبرونه / د تورخم جلال اباد پر لار په ترافيكي پيښه كي ۷ تنه مړه سوي

د تورخم جلال اباد پر لار په ترافيكي پيښه كي ۷ تنه مړه سوي

د ننګرهار ولايت چارواكي وايي چي نن تر غرمي وروسته د تورخم جلال اباد پر لويه لار په يوه ترافيكي پيښه كي اووه كسان مړه شوي او څلور ويشت نور ژوبل دي.

د ننګرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزى ازادۍ راډيو ته وويل چي دغه ټكر د غازي امان الله خان د ښارګوټي په سيمه كي سوى.

د ننګرهار د عامي روغتيا رئيس اجمل پردېس وايي چي په مړو سو كسانو كي شپږ ماشومان او يو موټر چلوونكى راځي او په ټپيانو كي هم ډېرى ماشومان دي.

د تورخم جلال اباد سړك كار درې كاله پخوا پاكستان پيل كړى و، چي پنځوس فيصده كار يې پاى ته رسېدلى او نور كار يې دوه كاله مخكي بند سوى.
ددغي لاري مسافرين وايي چي پر دغه لاره د ټكرونو يو لوى لامل د سړك خراب والى دى.
دوى له افغان دولت څخه غواړي چي پر پاكستان فشار راوړي چي ددغه سړك پاته كار بشپړه كړي.