کور / تازه خبرونه / نړۍ وال بانک افغانستان ته پور وباخښه

نړۍ وال بانک افغانستان ته پور وباخښه

د نړيوال بانك چارواكي وايي، چې دوى پر افغانستان باندي د يو اشاريه شپږو ميليارډو ډالرو نړيوال پور د بخښلو پريكړه كړې.
په كابل كي د نړيوال بانك يو مسؤل رؤف ضيا له ازادۍ راډيو سره په خبرو كي ويلي چي، دا پريكړه د هيپك د ټولنې په وروستۍ غونډه كي سوې.
د نوموړي په وينا په بخښل سوي پور كي يوازې د نړيوال بانك يو سل او شپيته مليونه ډالره شامل دي.
ددې پور د بخښلو لپاره افغانستان ته د اداري اصلاحاتو د پلي كولو او د ملي پراختيايي ستراتيژۍ د جوړولو شرط وړاندې شوې وو، چې د نړيوال بانك په وينا د افغان دولت لخوا پر وخت سره پوره شوي دي.