کور / تازه خبرونه / په كندهار كي نن سهار د پوليسو يو افسر نامالومو كسانو وژلى

په كندهار كي نن سهار د پوليسو يو افسر نامالومو كسانو وژلى

د كندهار ولايت امنيتي چارواكي وايي چي نن سهار د پوليسو يو افسر محمد عيسى د وسلوالو كسانو په ډزو وژل سوى.

د كندهار امنيه قومندان سردار محمد ځاځى وايي چي دغه كس د نوموړي په دفتر كي كار كوى او نن سهار نامالومو كسانو ووژى.

نوموړى وايي چي د پيښي په اړه څېړني كوي.

خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چي دغه كس دوى وژلى.

د وركړل شوو راپورونو له مخې نړيوالو ځواكونو نن په كابل كې يو ملكي وګړى وژلى دى.
افغان او نړيوالو امنيتي ځواكونو دا خبر تائيد كړى او ويلي دي، چي دغه كس د كابل په ختيځ كې وژل شوى.
له دې پيښې وروسته د كابل په ختيځ كې عامو خلك د احتجاج په ډول واټونو ته هم راوتلي وو.
پداسې حال كې، چې ددې پيښې اساسي علت نه دى ښوول شوى، خو ويل شوي، چي په دې اړه به تحقيقات وشي.