لندن کانفرنس : له افغانستانه به لږ لږ راوتل پیل سی
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی د لندن په کنفرانس کی نن نړیوالو مشرانو موافقه وکړه چی د روان کال ( ۲۰۱۰ ) په پای کی به د غربیانو څخه افغانانو ته د ځینو آرامو ولایتونو د امنیت ورسپارنه پیل سی . کنفرانس پریکړه وکړه چی که طالبان د القاعده او تروریسټانو څخه رابېل سی ، نو پیسې به ورکول سی او د دې کار لپاره یې د یو مبلغ سرښته کول هم اعلان کړ مګر دا مبلغ یې واضح نه کړ چی څو به وی . ناټو ، امریکایی او افغاني پوځ به په نا آرامو ولایتونو کی پوځی عملیات مخته بیایی خو آرام ولایتونه به تدریجأ افغان امنیتی ځواک ته سپاري . کنفرانس پر حامد کرزي هم ټینګار وکړ چی د فساد او رشوت د محوه کولو کومه ژمنه چی یې کړې وه ، باید عملی یې کړی .
خو ناظران معتقد دي چی لویدیځ وال د خپلو پوځیانو درنو تلفاتو په عذاب کړي دي نو ځکه مجبورأ خپل دا وروستی تاکتیک هم امتحانوی .