کور / تازه خبرونه / ماین یو امریکایی عسکر والوزاوه

ماین یو امریکایی عسکر والوزاوه

فرانس پریس آژانس په خپل تازه راپور کی وایی چی نن ( پنجشنبه ) د افغانستان په جنوب کی د طالبانو لخوا ښخ کړي ماین هغه مهال یو امریکایی پوځی ووژﺉ چی زرهپوش یې پر هغه برابر سو ، خو د پیښی ځای او د زخمی عسکرو تعداد یې و نه ښود . خبر زیاتوی چی په تیرو ۲۸ ورځو کی ۴۱ بهرني پوځیان وژل سوي ( چی ۲۶ یې امریکایان ، ۶ برتانویان او متباقی د نورو هېوادو ) دي . خبر زیاتوی چی دا پیښه هغه وخت رامنځته سوه چی هلته د لندن کنفرانس جریان درلود او هغوی ټول یې پریشان کړل .