سهيل:یو امریکایی عسکر وژل شوی يو وسله وال نیول شوی دی
جاويد احمد تنوير
د سهیلی حوزی په ولایتونو کی یو امریکایی عسکر وژل شوی اود عملیاتو په لړ کی وسله وال نیول شوی دی .
نصرت
د افغانستان په سهیل غربی ولایتونو کی د پنجشنبه په ورځ د سرک دغاړی په یوه چاودنه کی د امریکایی ځواکونو یو عسکر د سرک د غاړی په یوه چاودنه کی وژل شوی دی .
په جنوب غربی ولایتونو کی د یوه امریکایی سرتیری د وژل کیدو خبر د آیساف ځواکونو په خبر پانه کی تایید شوی خو د پیښی دقیق ځای او دپیښی د ټپیانو په اړه څه ندی ویل شوی .
د یو بل خبر په اساس د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ په مربوطاتو کی د پنجشنبه په ورځ افغان او نړیوالو ځواکونو ګډ پوځی عملیات ترسره کړی چی د عملیاتو په لړ کی د یوه عراده موټراو د یوه کور د تلاشی په وخت یو شمیر وسله وال نیول شوی دی .
د آیساف ځواکونود خبر پاني په قول د عملیات په لړ کی هیڅ راز ډزی ندی شوی ، د آیساف ځواکونو په یوه بله اعلامیه کی ویلی شوی دی افغان او نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په لړ کی چی د کندهار ولایت په پنجوایی ولسوالی کی ترسره شوی دی د وسله والو یوه لو یه د وسلو او مهماتو زیرمه کشف او روسته په هماغه ځای کی له منځه وړل شوی ده