کور / راپور / د ميرمن كلتوري ـ ټولينز بهيرد۷۲ غونډې رپوت

د ميرمن كلتوري ـ ټولينز بهيرد۷۲ غونډې رپوت


د ميرمن كلتوري ـ ټولينز بهير دوه اويايمه اونيزه غونډه د شنبي په ورځ د۱۳۸۸ کال د مرغومي په دريمه د پوهني وزارت په كلوپ كي د ګن شمير خويندو په ګډون جوړه شوه  .غونډه چې د پاک قرآن د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه ويانده يې آغلې آرزو کبېري ، ريسه يې آغلې صالحه سروري او مېلمنه يې زليخا کبيري وه.
په پيل کې د بهير پر کاري مسايلو خبرې وشوې په دغه ترڅ کې ندا ساپۍ په دې اړه چې څنګه بايد خپل مسوليتونه وپېژنو او څنګه راته سپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره کړو ، اوږدې خبرې وکړې. هغې د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل : زموږ په منځ کې ګڼ شمېر ميندې او ښوونکې شته دي او زه په دې باور لرم چې که چېرې کومه ورځ د دوی کوم شاګرد خپله کورنۍ دنده ترسره نه کړي يا د دوی ماشوم هغه کار تر سره نه کړي  چې ورته سپارل شوی نو دا درنې ميندې او ښوونکې به حتما پر هغوی غوسه کيږي دا ځکه چې دوی غواړي له ماشومتوبه هغوی ته  دا ورزده کړي چې خپل مسوليتونه و پېژني او  په ښه توګه يې تر سره کړي خو له بده مرغه موږ چې لويان يو ځينې وخت دا اصل هېروو.
ندا زياته کړه: زه له ټولو خويندو نه غوښتنه کوم چې کله دوی ته کوم کار سپارل کېږي نو هغه دې په ښه توګه او په صداقت سره ترسره کړي .
د غونډې په دوهمه برخه کې نعيمې غني د تېرې غونډې راپور ولوسته ، وروسته  د ( څه مينم ؟ ) تر سرليک لاندې د آغلې سوسن نايل لاندې شعر کره کتنې ته وړاندې شو.

څه وينم……؟
د اسمان ستوري چې ځليږي په هره شپه يي وينم
د اوميدو پسرلی راغی سلسله يي وينــــــــــــــــم

د ښايسته ګلانو باغ خو اوس زمـــــا ځای نه دی
د تفكر جولا زما ده څرخيده يې وينــــــــــــــــــــــم

زه د چوپتيا د تنهايۍ او مدهوشۍرقيب شوم
شمع زما په حال خبره څڅيده يې وينــــم

زما د تقدير بيړۍ روانه طوفاني درياب كې
موجونه يې هرې خواته بيايې ډوبيده يې وينم

كه زوغونې كړم وچي وينې د هجران په اوښـكو
هوسا په شي هغه زړه چې سوځيده يي وينم

موندلای  نه شم عافيت په د ې منحوسه نړۍ
په ژوند كې څه چې درد وغم شته زه سوسن يې وينم
کره کتنه د وږمې فضلي پر خبرو پيل شوه . هغې وويل : که څه هم زه شاعره نه يم خو زه ښه شعر هغې شعر ته وايم چې زما خوښ شي او د نايل دا شعر زما ډېر خوښ شو. شعر روان ليکل شوی و خو په ځينو ځايونو کې يې وزن مات شوی دی.بله دا چې په اخېر بيت کې شاعرې د قافيې پر ځای خپل نوم راوستی چې قافيه ورسره بدله شوې ده.
ورپسې سولې نيازۍ خبرې وکړې. هغې د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل : د دوهم بيت په دوهمه مصرع کې که وويل شي د مېدونو سپرلی راغی…….، په درېمه مصرع کې د ښايستو پرځای ښايسته او د لسمې مصرعې په سر  کې د بيا کلمه راوستل شي نو شعر به ورسره لا روان شي. سولې زياته کړه : زه هم دا وايم چې د شاعرې نوم سم نه دی راغلی او دا حتمي هم نه ده چې شاعر دې خامخا خپل نوم د شعر په اخېر کې راولي.دې ځای کې کېدی شي د سوسن يې ويني پر ځای زه يې وينم راغلی وای نو ښه به وای.صالحې سروري وويل : په نهمه مصرع کې د زرغونې کلمه راغلې. زرغون شين ته وايې او زرغونه شنه کېدوته مګر دلته د تازه کېدو په مفهوم کارول شوی چې زما په نظر دا به پر ځای نه وي اخيستل شوې.سحر صيب وويل : د دې خبرو تر څنګ په قافيه کې هم ستونزه شته . په ځينو بيتونو کې قافيه يو نوم دی چې په مونثې ه سره ختمېږي لکه شپه او سلسله خو په ځينو نورو بيتونو کې بيا قافيه يو فعل دی لکه ډوبېده ، څڅيده ……….

د غونډې درېمه برخه د ژورنالېزم  کورس ته ځانکړې شوې وه . په کورس کې  ښاغلي احمدزي بهير والوته د مرکې په اړه   په زړه پوري او ګټور معلومات وړاندې کړل.
د غونډې بله  برخه مشاعره وه چې په کې آغلو طوبى ندا ساپۍ، شکريه خروټې، زليخا کبيري،  نعيمې غني،مريم پيمان،صحابې خروټې،فريدې جوهر،حميدې،زرمينې يوسفزۍ ،ویدا حافظ،پاريسې خزان ،تورپېکۍ مومند،صالحې سروري،کرشمه ساپۍ ،ښکلا مومند، زيتونه شمس نوابي،عزيزه افغاني ،آريانا ،ګلالۍ عمرخيل، برښنا ، نظيفه نيازۍ،وږمه فضلي،نجيبه زمان ،آرزو کبيري،،مرضيه،رڼا، ،ماريا،مينې يوسفزۍ، شګوفه ، لطیفه،راحلې نوري او جميلې ساپۍ ګډون کړی و.
د غونډي په وروستي برخه كي د ډاکټر محب زغم ((ځيرک الوزي))د(( پام )) او ((اسلامي ډيوه )) مجلو يوه يوه ګڼه هم د غونډي پر ګډونوالو وويشل شول .
غونډه چي د ماسپښين په يوه نيمه بجه پيل شوي وه د مازيګرني وروسته په درې نيمو بجو پاي ته ورسيده اوداوونۍ د نيكمرغي نجلۍ جايزه د صالحې سروري په برخه شوه .
په غونډه کې وپتييل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به دآغلې وږمې فضلي په شعر کره کتنه کيږي او آغلې ندا او سوله به ورباندې ليکلې کره کتنه اوروي همداراز نعيمې غني ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکې غونډه کې دفخر افغان خان عبدالغفارخان دژوند او مبارزو په اړه ګډونوالو ته لکچر وړاندې کړي.
هيره دې نه وي چي د ميرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهني وزارت په كلوپ كي ترسره كيږي.