یواځې له تورلیست څخه دنومونوح‍ذفول لانجه هوارولای شي؟

د لراوبر اداره | جنوري 27th, 2010



 تیره ورځ  دترکیې هیواد په  پلازمینه استانبول کې  دلندن  کانفرانس  لپاره  دتیاري په غرض  یومقدماتي کانفرانس  دایرشوی وه.
په دغه کانفرانس  کې   دولسمشرکرزي په شمول  دافغانستان  دځینوګاونډیوهیوادنومشرانو هم ګډون درلود.
دکانفرانس  په اخیرکې  ښاغلي کرزي  دژورنالیستانو پوښتنوته په ځواب کې وویل  چې  دی نیت لري دلندن په کانفرانس کې  له  طالبانوسره دخبرو اترو اودملګروملتونوله تورلیست څخه دهغوﺉ دځینومشرانو دنومونولیري کولو موضوع مطرح کړي.
په دې وروستیوکې دافغاني لانجې دحل په  اړه  دغونډو اوکانفرانسونودایرولو  لړۍ  ښه زوراخیستی  اوداسې ښکاري لکه چې  په دې لانجې کې ښکیلې خواوې  نور غواړې تراتلونکی پسرلی  له مخه  دهغې له مخ په زیاتیدونکو پوځي،اقتصادي اوسیاسي خطرونوڅخه  نورخپلې اوږې سپکې کړي .
داسلام اباد،ابوظبي اوستانبول له غونډورانیولي بیاد لندن تر راتلونکي کانفرانس پوري   تقریبا ټوله خبره   دسولې په پروسې کې دطالبانوپه ګډون  باندې متمرکزه ده.
خوکه  دموضوع اصلي ماهیت ته په دقت سره وکتل شي   امریکایان اودهغوﺉ ایتلافي اشرباڼي نه غواړي چې  دغې لانجې ته  په مخلصانه ډول  دپای ټکی کیږدي.
هغوﺉ همدا اوس افغانستان ته دنوروځواکونودرالیږلو په  حال کې دي ، په ګونتنامو ،بګرام  اونوروسري زندانونوکې  په زرګونوافغانان په بي سرنوشتي کې پراته دي ، دمخالفینو دنیولو او وژلوپه پلمه هره ورځ په لسګونوبیوزله افغانان  دبهرنیوځواکونوله لوري وژل کیږي ، کورونه یې ورانیږي اودهغوﺉ دملي اواسلامي اقداروبي حرمتي کیږي .
دامریکایانو اودهغوﺉ دایتلافي  ملاتړو د داشاني بي بندوباریو دموجودیت په صورت کې   هیڅ ددې  امکان  نه لیدل کیږي چې  په دې جګړه ځپلې  هیوادکې دي  دجګړې لمبې  خاموشه سي.
جګړه اوسوله  دواړه ځانته  ښکاره  عوامل  لري  که  په واقعي توګه هغه  تشخیص  اوبیا  دهغوﺉ   دځینوپه  عملي کولو اودځینوپه مخنیوي  باندې غوروشي  حتمي ده چې مثبتې  نتیجې به ورکړي .
دکرزي  بیواکه حکومت  چې دنړیوالې ټولنې  په پوځي  اومالي  بسپنومتکي اودهغوپه نتیجه کې منځته راغلي   په هیوادکې یې دسولې رواستلوپه پروسه کې په لاره اچولې  ټولې هلې ځلې دبسپنه ورکوونکو هیوادونو دمرستو تراغیزو لاندې دي.
 ولس مشر کرزی اصلا ددې واک اوصلاحیت نه لري چې  په هیوادکې دیوې واقعي سولې په راوستلوکې  څه وکولې  شي.
نوموړي په تیرواتوکلونوکې په سلګونوځله له امریکایي اوایتلافي ځواکونوڅخه په ولسي افغانانو د‌ړندوبمباریودبندولو غوښتنه وکړه  خو هیچایې هم په غوښتنه  غوږ ونه ګراوه.
دکرزي بهرني ملاتړکوونکي  ده ته یواځي دهغو هڅودترسره کولو واک اوصلاحیت ورکوي چې  ددوﺉ له مزاج سره برابرې وي نه دافغاني ټولنې  له  اساسي   حل سره .
دهمدغو بي اثره هڅو اوهلوځلوله جملې څخه یوه هم دملګروملتونوله تورلیست څخه دپنځوتنو طالب مشرانو دنومونو دلیري کولو هڅه ده .
دغه ځکه  یوه بي ځایه اوبي اثره هڅه ده چې  له یوې خوا د میلینونوافغانانو برخلیک یواځې   دهمدغو  پنځو  کسانو په برخلیک پوري تړل  دعقل دمقتضا خلاف  خبره ده  اوله بلې خوا نوموړي کسان په اوسنیو شرايطوکې دافغانستان په روان بحران کې  دهیڅ اثر درلودونکي  اشخاص نه ګڼل کیږي  .
له دې پرته  په مجموع کې   دملګروملتونودتورلیست خبره نوره داسې یوه تروخت تیره موضوع ده چې خپله  دوﺉ هم بي اهمیته غورځولې اوهیڅ سرنه ورباندې خوږوي همدا لامل دی چې  په  هغه کې   دطالبانو دهغو چارواکونومونه  هم  لا تراوسه دموقوفینو په جمله   کې موجود  دي چې هغوﺉ  څوکاله پخوا یا وفات اویاهم وژل شوي .
خلاصه داچې نړیوالې ټولنې  اوپه سرکې امریکا دافغاني لانجې دحل په اړه نه  تراوسه  کوم ګام اخیستی اونه غواړي چې وایې خلي.
 هغه څه چې امریکایان اونړیواله ټولنه یې  دلانجې دهوارولو په پلمه ترسره کول غواړي هغه  ددوﺉ په خلاف دافغاني مقاومت  دله منځه وړلو معنا لري  نه دلانجې هوارول .
دوﺉ وایې مونږ به په افغانستان کې موجودیو ،زمونږلاسپوڅی حکومت به  قایم وي ، دهغه اساسي قانون به  نافذوي   خومنتهی  د دولت دمخالفینو  دمخالفت  کمولو اویا له منځه وړلولپاره به  هلې ځلې روانې وي.
هغوﺉ ته به ددغه بیواکه حکومت ترسیوري لاندې  دخوندي  اوآرام ژوند زمینه مهیا کیږي، هغوﺉ ته به په همدغه لاسپوڅي حکومت کې  دسهم  ورکولو پروسه عیاریږي اودهغوﺉ دمشرانولپاره به  له افغانستانه بهر دسیاسي پناهندګۍ  لارې چارې برابریږي ؛ چې په حقیقت کې دغه اقدامات  دبهرنیانو په مقابل کې دمزاحمت  په کمولو اوله منځه وړلو کې  ښه رول لوبولای شي.
که امریکایان اوپه مجموع کې نړیواله ټولنه  په واقعي توګه دافغانستان دلانجې  حل غواړي   باید دهغې په مؤثرو لاروچارو غوروکړي ،داسې مؤثرې لارې چارې چې په هغوکې  دافغانستان د میلینونو لرونکي مسلمان ولس ټول ملي، اسلامي  اوحقوقي مصالح  په  پام کې نیول شوي وي .
ځکه دافغانستان روانه لانجه   د نړیوال اشغالګرصلیبي ځواک له خوا د یوه  مسلمان  اوخپلواک هیواد داشغال قضیه ده   نه   ددې  هیواد دپنځوتنو افغانانو دنوم  حذفولو اوپه دولتي  پروسه کې دهغوﺉ د ثبتولو قضیه .
نړیوالوته په کاردی چې له دغې قضیې سره دیوه اشغال شوي مسلمان  اومستقل  هیواد دقضیې په توګه برخورد وکړي  نه دحامد اومحمود دنوم حذفولو یاثبتولو دقضیې په شکل.

Copyright Larawbar 2007-2024