کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / طالب مشران:له تور ليست نه دپنځو طالبانو نومونه ليري کول مؤثر اقدام نه بولي

طالب مشران:له تور ليست نه دپنځو طالبانو نومونه ليري کول مؤثر اقدام نه بولي

د طالبانو پخواني مشران د تور لست څخه د پنځو تنو طالبانو د نومونو ليري کول کوم مؤثر مثبت اقدام نه بولي.
 
د طالبانو د پخواني حکومت درې تنو مهمو مشرانو په جلا جلا مرکو کې ويلي دي چې د ملگرو ملتونو د امنيت د شورى لخوا د تور لست څخه د پنځو تنو طالبانو د نومونو ليري کول چندان مؤثر او مثبت اقدام ندى . د هغوى څخه دوه تنو د ملگرو ملتونو دغه اقدام يو ښه پيل وباله او دريم يې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د امنيت د شورى د دې پريکړې پر اساس د جگړې په کرښو کې ولاړو طالبانو ته مثبت نه ، بلکې منفي پيغام ورکول شو.


 د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد (متوکل) د جمهور رئيس حامد (کرزي) لخوا د طالبانو سره د سولې طرحه اصلاً د سولې لار او طرحه نه بولي بلکې هغه وايې چې دا په حقيقت کې د طالبانو د جذبولو(Reintegrate) يوه طرحه ده. (متوکل) وويل (د “کرزي” لخوا د طالبانو سره د سولې په نوم جوړشوې طرحه په حقيقت کې د طالبانو د جذبولو طرحه ده نو په دې اساس مونږ باور لرو چې دغه طرحه يواځې او يواځې د وخت د ضايع کولو معنى لري). هغه وويل کچېرته بهرنيان په رښتيا سره غواړي چې افغانستان کې سوله او ارامي راشي نو دوى بايد تر هر څه لمړى خپله جنگي اراده بدله کړي چې بيا په افغانستان کې د جگړې د ختميدلو په لور پرمختگ کيدلاى شي .


 (متوکل) زياته کړه (زه په دې عقيده يم چې بهرنيان په افغانستان کې سوله نه غواړي ،هغوى اوس هم په افغانستان کې جنگ کوي، هغوى تازه عسکر راولي،د مليشو د جوړولو هلې ځلې کوي ،غواړي چې طالبان په پيسو سره واخلي او يا د ټېټې سطحې د طالبانو سره خبري وکړي چې په داسې حالاتو کې نه د سولې په نوم خبري او پلانونه کومه گټه لري او نه به کومه نتيجه ورکړي). د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير په بار بار سره وويل تر څو چې بهرنيان په افغانستان کې خپله جنگي اراده بدله او د سولې ريښتنې پريکړه ونکړي يوه طرحه ،يو پلان او يو کنفرانس هم د سولې په لاره کې کومه گټه نشي رسولى.


 وکيل احمد (متوکل) د دې پوښتنې په ځواب کې چې د تور لست څخه د يو شمير طالبانو ايستل به گټور ثابت شي او کنه ؟ وويل چې اوس د بهرنيانو په تور لست کې يو شمير هغه طالبان هم شته کوم چې لا پخوا مړه شوي دي چې دا په حقيقت کې بشري حقوقو ته يو لوى توهين دى، هسې خو ازاد اوسيدل د افغانستان د هر فرد طبيعي حق دى ، کچېرته بهرنيان د تور لست څخه د مړيو او کتنې وړ شمير طالبانو نومونه ليري کړي نو دا کار به لږ تر لږه د سولې په لار کې هغه رکود او تعطل چې موجود دى څه ناڅه ليري کړي او طالبانو ته به د يو شين سيگنل معنى ولري.


(متوکل) په دې اړه چې د سولې لپاره بايد خبري د کومو اړخونو ترمنځ وشي افغان اسلامي اژانس ته وويل (دا يوه اساسي خبره ده چې خبرې بايد د افغانانو ترمنځ وي خو داسې نه، چې حکومت خبري کوي او بهرنيان يې ردوي، زه يو ځل بيا وايم که د افغانستان د جگړې په اړه د امريکا او ناتو اراده بدله شي ، هغوى د جنگ پر ځاى افغانستان کې د د جگړو د ختمولو او سولې اراده وکړي نو بيا امکان لري چې د جگړې د ختميدو لپاره سم او ژور پرمختگ رامنځته شي). هغه زياته کړه چې د جنگي ارادي د بدليدو سره بايد بهرنيان دا ومني چې د افغانستان څخه به وځي، کله چې طالبان په دې پوه شي چې بهرنيان رښتيا هم د افغانستان څخه وځي نو دې کې هيڅ شک نشته چې هغوى به هيڅکله هم د اساني لارې پر ځاى چې مذاکرات او خبري دي سختي او ستونزمنې لارې ته چې جگړه ده ترجيح ورنکړي.


 د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير وويل بيا بايد پر يو شمير نورو مسائلو چې د دواړو خواوو ترمنځ د باور د فضا د راپيدا کولو لپاره لازم دي بحث او غور وشي چې پدې ډول به ورو ورو د اعتماد فضا پيدا او افغانستان کې به جگړې ته د پاى ټکى کېښودل شي. (متوکل) د لندن د کنفرانس په اړه چې يوه ورځ وروسته به په لندن کې جوړ او د افغانستان په هکله به پکې خبري وشي خورا ناهيلى ښکاريده او ويې ويل (د لندن د کنفرانس څخه د کوم مثبت شي اميد نشي کيدلاى، يواځې که دومره وشي چې دې کنفرانس کې د افغانستان په اړه د امريکا او لويديځو هېوادونو اختلافات ختم او نظرونه يې يو شي دا به هم ډېره غټه خبره وي او دا چې حامد (کرزى) د لندن کنفرانس ته د طالبانو سره د سولې پروگرام وړاندي کوي هيڅ حقيقت نلرى دا ځکه چې (کرزى) طرحه او پيشنهادونه د سولې لار نه، بلکې د طالبانو د جذبولو طرحه او کوښښ دى او هغه غواړي چې پخپله طرحه کې طالبانو ته پيسي او اقتصادي مرستې پيشنهاد کړي).


(متوکل) زياته کړه (زما په نظر د پيسو په مقابل کې طالبان خپل لورې ته را اړول سمه طرحه نده او فکر نکوم چې طالبان به دا ومني دا ځکه چې طالبان د پيسو لپاره نه ، بلکې د معنوي ارزښتونو لپاره جنگيږي،هغوى په دې عقيده دي چې هېواد يې اشغال شوى او شرعي نظام پکې نافذ ندى چې د همدې هدف لپاره هغوى وسله را اخيستې نو دې کې شک نشته چې دا يو عقيدوي موقف دى او د پيسو په مقابل کې دا موقف پريښودل زما په نظر ممکن ندي). په پاى کې افغان اسلامي اژانس د (متوکل) څخه وپوښتل که له تاسې څخه وغوښتل شي د طالبانو او حکومت ترمنځ منځگړيتوب وکړئ نو تاسې به دې ته چمتو شئ ؟ هغه وويل (ولې نه، منځگړيتوب د دواړو خواوو په بلنه او موافقه کيدلاى شي کچېرته دواړه خواووې له ما څخه منځگړيتوب وغواړي او په ما اعتماد وکړ ي نو دا زه خپله ديني او ملي وجيبه گڼم چې هېواد کې د جگړو د ختميدو لپاره منځگړيتوب وکړم).


 اسلام اباد کې د طالبانو د ړنگ شوي حکومت سفير مولوي عبدالسلام (ضعيف) هم د تور لست څخه د پنځو تنو طالبانو د نومونو ليرې کول يو ښه کار بولي خو وايې چې همدومره کار د خبرو اترو په لار کې کوم ګټور اقدام نه دى هغه افغان اسلامي اژانس ته وويل (دا پخپل ذات کې ښه کار دى خو د دې پنځو تنو نومونه ليرې کول هغو مذاکراتو ته لار نشي پرانيستلاى د کومو چې خلکو توقع درلوده).


ملا (ضعيف) په دې اړه د دليل په توگه زياته کړه (د دغو پنځو تنو سره چې نومونه يې د تور لست څخه ليري شول بهرنيان کومه ستونځه او مشکل نلري ، دغه خلک اوس ارام او سوله ايز ژوند کوي د جنگ د ختميدو لپاره لازمه خبره دا ده چې د هغو طالبانو نومونه د تور لست څخه ليري شي د کومو سره چې بهرنيان ستونځه او مشکل لري). خو ملا عبدالسلام (ضعيف) دا يو ښه پيل بولي او وايې کيدلاى شي چې ملگري ملتونه نور داسې مثبت قدمونه هم واخلي چې د مذاکراتو په لار کې خواره گټور ثابت شي. ملا (ضعيف) چې د گونتانامو په زندان کې يې درې نيم کاله تېر کړي په دې عقيده دى چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په لاره کې ډېرې دروازې تړلي دي خو د تور لست څخه د څو تنو د نومونو ليري کيدل بيا هم لږ تر لږه د يوې کوچنۍ بندې دروازې پرانيستل کيدل دي چې ورو ورو به د نورو تړلو دروازو په لور پرمختگ وشي. د مولوي عبدالسلام (ضعيف) په گمان د حکومت او طالبانو ترمنځ کومه اساسي ستونځه نشته دا ځکه چې هر افغان د افغانستان استقلال او ازادي غواړي چې طالبان او د حکومت يو شمير کړۍ همدا ارزو لري.


 هغه تر هر څه لومړى د طالبانو او حکومت ترمنځ د اعتماد او باور د فضا راپيدا کيدل خورا ضروري وگڼل او ويې ويل (څومره چې ژر امکان لري بايد د دواړو خواوو ترمنځ د باور او اعتماد فضا را پيدا شي) . ملا (ضعيف) د افغان اسلامي اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسې په نظر خبرې بايد د طالبانو او حکومت او که د طالبانو او بهرنيانو ترمنځ وشي ؟ وويل (خبرې او مذاکرات دوه برخې لري، يوه برخه مسائل او ستونځې دي چې بايد د طالبانو او حکومت ترمنځ او بله برخه بايد د طالبانو او بهرنيانو ترمنځ بحث شي او کچېرته داسې ونشي نو مذاکرات به چندان مثبته نتيجه ورنکړي).


ملا (ضعيف) هم د نورو افغانانو په څېر په دې عقيده دى چې افغانان بايد پخپله د خپلې راتلونکي په اړه فيصله وکړي او بهرنيان د افغانانو د سرنوشت په ټاکلو کې بايد هيڅ ډول مداخله ونکړي او زياته يې کړه (بهرنيان بايددا ومني چې د افغانستان په کورنيو چارو کې به مداخله نکوي ، افغانان به پريږدي څو پخپله د خپل هېواد د نظام او راتلونکي په هکله فيصله وکړي ، البته بهرنيان بايد د افغانانو لخوا د غوره شوي نظام د پلي کولو په لار کې د افغانانو سره مرسته وکړي).


د طالبانو پخوانى سفير ملا عبدالسلام (ضعيف) هم د لندن د کنفرانس څخه چندان هيلي او اميدونه نلري او د دې کنفرانس په اړه يې افغان اسلامي اژانس ته وويل (زه فکر نکوم چې د لندن د کنفرانس څخه به هغه نتايج تر لاسه شي د کومو په اړه چې افغانان فکر کوي، يواځې دومره به وشي چې د لومړي ځل لپاره به په يو بين المللي کنفرانس کې د طالبانو سره خبرې اتري د يوې رسمي اجندا په توگه ومنل شي چې دا کار په خپله خورا اهم پرمختگ ګڼل کيدلاى شي).


(ضعيف) زياته کړه (د لندن د کنفرانس څخه وروسته بايد د هغو نورو خنډونو د منځته وړلو لپاره کار وشي کوم چې د مذاکراتو په لار کې پراته دي، دا يو تدريجي عمل ته اړتيا لري او اوس هم داسې اوازې شته چې د نړۍ يو شمير هېوادونه د طالبانو سره د مذاکراتو پر ځاى جنگ ته ترجيح ورکوي چې همدا د يو ستر خنډ معنى لري اوکه ځينې هېوادونه اوس هم د جنگ په فکر کې وي نو دې کې هيڅ شک نشته چې جگړه به نوره هم اوږده شي). د طالبانو پخوانى سفير د يو زيات شمير افغانانو په څېر په افغانستان کې د بهرنيو قواوو موجوديت تر هر څه ستره او اساسه ستونځه وبلله او ويې ويل (افغانستان کې د بهرنيو قواوو موجوديت په دې هېوادو کې د بحران او جگړې اصلي او اساسي عامل دى او اوس همدا د افغانانو ستره ستونځه ده، کچېرته دا ستونځه حل نشي او بهرنۍ قواووې د افغانستان څخه وتلو ته چمتو نشي نو نه به په افغانستان کې جگړې پاى ته ورسيږي او نه به سوله رامنځته شي چې دا کار به نه د افغانانو او نه د امريکا او لويديځ په گټه وي).


 د مرکې په پاى کې افغان اسلامي اژانس د هغه څخه وپوښتل چې ايا تاسې د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو لپاره منځگړيتوب ته چمتو ياستئ؟ نو هغه وويل (د منځگړي تر شا بايد يو قوت موجود وي او هم دواړه خواووې بايد په منځگړي اعتماد او باور ولري ، کچېرته دواړه خواووې په ما باور وکړي نو زه د خپلې ديني او ملي وظيفې لامله دې ته چمتو يم چې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد او باور د فضا په راپيدا کولو کې کوښښ او هلې ځلې وکړم). نيويارک کې د طالبانو د حکومت استازې عبدالحکيم (مجاهد)د (متوکل) او (ضعيف) په څېر د تور لست څخه د پنځو تنو طالبانو د نومونو ليري کول مثبت نه، بلکې منفي پيغام بولي او هغه له يوې خوا د تور لست څخه د پنځو تنو طالبانو د نومونو ليرې کول د هغوى طبيعي حق ګڼي او له بلې خوا وايې چې دغه کار د جنگ په کرښو کې ولاړو طالبانو ته مثبت نه، بلکې منفي پيغام ورکوي.


 (مجاهد) پدې اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل (لومړۍ خبره دا ده چې زيات شمير طالبان د ملگرو ملتونو لخوا په تور لست کې شامل شوي دي چې د دې طالبانو يوه برخه په جگړه بوخت ندي، هغوى کرار په خپلو کورونو کې ناست او يا د حکومت سره همکار دي ، د کومو پنځو تنو طالبانو نومونه چې د تور لست څخه ليري شول دا زه د دوى طبيعي حق او د هغوى د حقوقو اعاده بولم ). (مجاهد) زياته کړه (دوهمه خبره دا ده چې د تور لست څخه يواځې د پنځو تنو د نومونو ليري کول په جگړه اخته طالبانو ته منفي پيغام ورکوي هغه دا چې په جگړه کې اخته طالبانو ته څرگندوي چې کچېرته تاسې هم د جگړې له کرښو څخه ووځۍ او ارام په کورونو کې کښينئ بيا به هم ستاسې نومونه په تور لست کې شامل وي).


هغه وويل کچېرته ملگرو ملتونو د ټولو هغو طالبانو نومونه چې په جگړه بوخت ندي د تور لست څخه ليرى کړي واى نو له يوې خوا به دا خورا مثبت اقدام واى او له بلې خوا به يې هغو طالبانو ته چې وسله په لاس جگړه کوي دا پيغام ورکړى واى کچېرته دوى هم د جگړې کرښې پريږدي نو نومونه به يې د تور لست څخه ليري شي چې دا به په حقيقت کې منفي نه، بلکې مثبت پيغام واى. هغه د لندن د کنفرانس په اړه چې سبا به په لندن کې جوړ شي وويل چې دا کنفرانس د افغانستان په اړه د تفاهم فضا را پيدا کولاى شي او دا کنفرانس نشي کولاى چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره لاره را پيدا کړي .


 (مجاهد) د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د خبرو اترو په اړه وويل چې د مسئلې د حل لپاره بايد خبري درې اړخيزي وي او زياته يې کړه (اوس طالبان،حکومت او بهرنيان چې مشري يې امريکا او انگلستان په لاس کې لري د افغانستان د مسئلې اصلي اړخونه دي نو خبري هم بايد درې اړخونو ترمنځ وي او کچېرته يو اړخ هم په دې ډول خبرو کې برخه ونلري نو د افغانستان د مسئلې د حل هره طرحه او پلان به ناقص او نيمگړى وي چې نتايج به يې هم همدا ډول نيمگړي وي). په نيويارک کې د طالبانو د حکومت استازي هم د افغانستان د مسئلې د حل لپاره په بهرنيانو کې د سياسي حل په اړه اخلاص را پيدا کيدل او دا منل چې د افغانستان سرنوشت بايد افغانان پخپله وټاکي خورا اهم او ضروري گڼي او افغان اسلامي اژانس ته يې وويل (بهرنيان بايد د افغانستان د مسئلې د سياسي حل لپاره اخلاص را پيدا کړي ، او هغوى بايد افغانان پريږدي چې د افغانستان سرنوشت همدوى وټاکي نه بهرنيان) هغه په دې هکله چې جگړه به څه ډول پاى ته ورسيږي وويل (لکه څرنگه چې ما دمخه وويل امريکا، انگلستان او د دوى تر مشرتابه لاندې ټول بهرني قوتونه بايد لومړى د افغانستان د مسئلې د حل لپاره سياسي اراده خپله کړي او دا ومني چې د افغانستان مسئله په جنگ نه حل کيږي، دوى بايد د افغانستان څخه د وتلو لپاره خپل تقسيم الاوقات اعلان کړي، ملي اردو او ملي پوليس پخپلو پښو ودريږي، د تفاهم فضا را پيدا او د ملي مشارکت يو داسې حکومت بايد جوړ شي چې هېڅوک د محروميت احساس ونکړي.


(مجاهد) وويل نړيواله ټولنه بايد بيا په دې ډول د رامنځته شوي حکومت څخه ملاتړ وکړي څو افغانستان کې جنگونه ختم او ارامه فضا رامنځته شي. هغه پاى کې په خورا تاکيد سره وويل چې دغه حکومت بايد د دې تضمين وکړي چې افغانستان به د هيڅ بهرني هېواد پر ضد نه استعماليږي او هم بايد د گاونډيانو په گډون نړۍ دا تضمين وکړي چې دوى به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه نکوي. د هغه څخه هم په پاى کې افغان اسلامي اژانس وپوښتل چې ايا تاسې د طالبانو او حکومت ترمنځ د منځگړي رول لوبولو ته چمتو ياستئ؟ نو هغه وويل (د طالبانو د اسلامي تحريک د موافقې څخه پرته بريالى کيدلاى نشي که د طالبانو اسلامي تحريک او حکومت دواړه زما څخه د منځگړيتوب غوښتنه وکړي نو زه د يو مسلمان او افغان په توگه دې ته چمتو يم چې د روغې جوړې په لار کې هر ډول قرباني ورکړم ).