کور / شعر / د وجود باغ

د وجود باغ

هسې په خوله د پښتـنو سـره دی
زړه ئې ملګـری د پـــردو ســره دی

د ذهــن جــګ بــرجــونــه ونــړیـــدل
دا چې کوربه مل هم د غلـو سره دی

پښتو په تــنـدر ولې ځان شته کـوي
فـکـر ئـې ټـول هـم د پیـسو سـره دی

د وخت ځلانده لمر به ئې وسیزي هم
عقل ئې پوندو کـې د خـپـو سـره دی

تاریخ پر مـخ ورتـه څپـیـړي ورکـۍ
پـه رڼـا ورځ د تـورو شـپـو سـره دی

ای نسیم ستوریه دوي ړانده په سترګو
د وجـــود بـــاغ ئــــې د لـمـبـو ســره دی