کور / شعر / مجاهد وايې

مجاهد وايې

زه د ايشيا زړه کې خوځېدلى مسلمان يمه
مه راځه مرگيه ! زه درځمه در روان يمه

مه راځه مرگيه زه د لوړو غرو شهباز يمه
زه د دنگو غرونو مسلمان زلمى سرباز يمه

زه د (انتم الاعلون) هغه قهرمان يمه
مه راځه مرگيه ! زه درځمه در روان يمه

مه راځه مرگيه زه د مرگ سره لوبېږمه
هر څومره چې مړ شم هومره بيا راژوندى کېږمه

زه د (لم يزل) د ارادې ښه ترجمان يمه
مه راځه مرگيه ! زه درځمه در روان يمه

مه راځه مرگيه! زما ژوند په شهادت کې دى
ژوند د مسلمان په جنگ جهاد او عبادت کې دى

ټينگ د (يرزقون عندالله) په کلک ايمان يمه
مه راځه مرگيه ! زه درځمه در روان يمه

مه راځه مرگيه! زه الحاد سره په جنگ يمه
زه د الهي انوارو شمعې ته پتنگ يمه

زه د انساني فطرت رښتينى پاسبان يمه
مه راځه مرگيه !زه درځمه در روان يمه

جام مې د ساقي د (اَلَستُ) ځنې نوش کړى دى
ما خو اسلامي فطرت ازل نه لا منلى دى

زه د کايناتو خليفه او حکمران يمه
مه راځه مرگيه ! زه درځمه در روان يمه

چا چې عقيدې ته زما بد شانته کتلي دي
تللي په خسران کې واړه مات او مبهوت شوي دي

زه هر يو فرعون او هر طاغوت لره زندان يمه
مه راځه مرگيه! زه درځمه در روان يمه

توره د اسلام مې ده په لاس جنگ او جهاد کوم
الله اکبر وايمه پنځه وخته فرياد کوم

صلحه او سلم غواړم پيرو د پاک قران يمه
مه راځه مرگيه ! زه درځمه در روان يمه

دلته کمونست او نيچريان څوک پرېښودى نشي
کفر،شرک،الحاد،خلق او پرچم نور ځائيداى نشي

دا د اسلام سيمه د قران په لار روان يمه
مه راځه مرگيه! زه درځمه در روان يمه