کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له دکن نه يي تېر کړ خو توبه نه کاږي!

له دکن نه يي تېر کړ خو توبه نه کاږي!


د هند په نوي ډيلي کي د افغانستان ايران پلوی سفير او د ښاغلي حامد کرزي ملګری، دپښتون ملت او افغاني ار فرهنګ سره له دښمنۍ ډک چلند څخه لاس نه اخلي٠


دا څېره چي مخدوم رهين نوميږي، پوره څلور کاله د ولسمشر کرزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزير و، دا افغان وزير؟؟؟، افغان خو ځکه ور ته نشو ويلی چي د وزارت په څلورکلنه دوره کي د خپل ايراني بادار د فرهنګ د پلي کېدو هڅي او کوښښونه کول، د افغاني فرهنګ او افغانانو لپاره يي هيڅ کار نه دی کړی او زيار يي ايستلی چي لا په افغانانو ايرانی او پردی فرهنګ وتپي، خو زما په اند ايراني باداران يي تېروتي دي، دا فکر يي له ياده ايستلی چي په تېرو لسيزو کي دلته د وخت ستر زبر ځواکونه لکه انګرېز او نړيوال کمونيزم په ګونډو شوی، نو ايراني فرهنګ لا څه مانا لري، که يې نه مني نو د ګرګين او صفوي شاه حسين د قبرونو نقچې دي وټکوي او له هغوی دي وپوښتي٠ نه پوهېږم چي رهين څنګه نه شرمېږي، يو ځل د خپلو ناوړه اعمالو توپان د هند وچي ته ورساوو، لا بيا هم توبه نه باسي، هلته يي هم د کابل د ښار او د هيواد د نورو ښارونو په څېر د لوحو د پاړسي کولو هڅي پيل کړې تر څو خپل باداران خوشاله وساتي او د افغانستان د لوی سفارت لوحه يي په (سفارت کبرای افغانستان) واړوله٠


نو نه پوهيږو چي د کرزي دغه (جامع الکماله) رهين به د افغانانو د کوم رنځ دوا شي، د ده په څلور کلن پېر کي د هيواد ګڼ لرغوني اثار لوټ او ګڼې کيندنې د هيواد په لرغونو سيمو کي وشوې، رهين له هغو بې خبره و او د لوحو د پاړسي کولو په کار بوخت و، په ولايتونو کي يي د اطلاعاتو او فرهنګ په اړوندو ادارو او رياستونو کي داسي کسان ګمارلي و چي يوازي او يوازي د ايران د ګټو ساتونکي و، چي ښه بېلګه يي د ملي راديو ټلويزون رييس نجيب روشن و، چي د رهين تر شړل کېدو وروسته يي د نوي وزير امر نه پلی کاوه٠


رهين چي د افغانستان د ملي ترمينالوژي په ايراني کولو لاس پوري کړی و، لا يي زړه اوبه نه وې څښلې چي ملي او منلي فرهنګ ته يي زيان واړاوه، بيا يي د هيواد نوی جوړ شوي  ملي سرود پاړسي کولو ته ملا وتړله، ځکه چي هغه په پښتو وو او هغه يي نشوای هضمولای، داسي ګړي ته يي واچاوو چي سرود په پښتو دی خو ږغ او لهجه د ايرانيانو په ډول دي چي هيڅ ډول د افغاني ملي غرور سره اړخ نه لګوي٠ دا وې د ولسمشر د نازولي دوست ځيني کړنې، خو دا خبره نوې نه ده، څو لسيزي وړاندي د ملت بابا ظاهر شاه هم يو نازولی (ببرک کارمل) درلود چي د جنوبي سيمو خلکو او په ځانګړي ډول پښتنو ته به يي پاکستانيان ويل، خو يوه ورځ د همداسي يوې وينا له کولو وروسته داسي وډبول شو چي ابن سينا روغتون ته د کوما په حالت کي ورسول شو چي د ملت بابا ډېر په خپه وو، خو کله چي له دې پېښي يوولس کاله وروسته د روسانو په مټ ولسمشر شو، څونه بې ګناه هيوادوال يي تر روسي ټانکونو لاندي کړل٠ ولي! د کرزي نازولی دوست چي کله د افغانستان د ولسي جرګې لخوا له وزارت څخه وشړل شو او لعنت يي پر وايه، کرزي يي بيا د وزير کولو هڅي کولې خو و نه منل شوې، بيا يي دغه رټل شوی په هند کي سټپني کړ, رټل شوی ځکه ورته وايو چي د افغان ولس د استازو لخوا رټل شوی دی٠


ښاغلی کرزی په کنچينۍ ملي يووالۍ راولي، رهين د هغې کنچينۍ په بېلګه دی چي سر يي د يوه چا په غېږ کي وي او پښې يي د بل چا سره وي، د رهين سر هم له افغانستان او پښې يي له ايران سره دي، خو فکر نه کوم چي د کرزي صيب د ملي يو والي دا وړۍ به شړۍ شي٠ که چيري دا ډول ملي، افغان اوپښتو ضد کسان په دولتي لوړو پوستونو پاتي شي لا نورې ناخوالي به هم وزيږوي٠ پښتنو په خپل اصل ټاټوبي کي اوږده واکمني کړې او د هيواد د ټولو قومونو او لږکيو ژبي ته يي احترام کړی او اوس هم ورته پوره پوره درناوی لري، خو هر هغه عمل چي د څه له پاسه 67 فيصده پښتنو په زيان د ملي يووالي تر چتر لاندي تر سره کيږي او د پښتنو ټول حقونه تر پښو لاندي کوي داسي ملي يووالي ته هيڅ اړتيا نشته  او نور بايد د داسي کسانو پر وړاندي دې زيانمنوونکي مضر احتياط ته د بای ټکی کېښوول شي او د دوی پر وړاندي دي ټول پښتانه روڼ اندي، ليکوالان، او وروڼه قومونه تر خپله وسه مبارزه وکړي٠