کور / اسلامي / دوو انسانانو ته د ځمكې حيرانتيا

دوو انسانانو ته د ځمكې حيرانتيا

ليكوال: حضرت علي اغا، ميسور، هندوستان

يوه هغه انسان ته چې په نرمه او پسته بستره باندې ملاسته كوي او ور باندى ويده كيږي. نو ځكه ځمكه ورته تعجب كوي، چې زما غيږى ته خو به راځې هلته به دې څه حال وي؟

دوهم هغه انسان دى چې د ځمكې په يوه ټوكره يې سره جنګ وى يو وايې چې زما ده او بل وايې چې زما ده. ځمكه ورته تعجب كوى، چې ډير مخكې خلګ وو چې همداسې يې ويلې هغه څه شول؟ زما مالك خو يواځى او يواځى الله جل جلاله دى. لنډه يې دا چې هر انسان ته پكار ده چې په دنيا دوكه نشى او اصلى كور ته دې ځان چمتو كړى. لكه چې الله جل جلاله فرمايې: چې اصلى ژوند د اخرت ژوند دى، دا دنيا خو يواځې يو امتحان دى. او همدارنګه جناب رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايلې دى: تاسو په دنيا كې داسې ژوند وكړي لكه د يوه مسافر غوندى. مثلا، يو مسافر راځې او په يوه منزل كې څه وخت لپاره دمه جوړوى او وروسته د خپل منزل په خوا روانيږى. نو ستا سو مثال په دې نړۍ كې د هغه مسافر غوندى دى چې څه دمه كوى او خپل د منزل پر لورى ځې. تاسو هم په دې دنيا كې څه محدود وخت ژوندي ياست او وروسته د اخرت په لور چې هلته دايمې ژوند دي روانيږي. نو ځكه بايد هر څوك د خپل ابدى كور او منزل لپاره څه نا څه توښه برابره كړي.

يو عالم وايې: تاسو خپل شته او مال چې كله د دنيا په بانكونو كې ږدي نو هر وخت درسره دا انديښنه وي، چې كه چيرته بانك ډيوالى ( Bankruptcy) سو، غلا (Robbery)سو، وسوځل (Burning) سو، لغوه (Abolished) سو، وتښتيدى (Escape) او يا كوم بل افت پرې نازل شو. خو زه تاسو ته يوه بل باورى بانك چل ښيم، هغه دا چې د خپلو شتو او مالونو زياته اندازه په همدغه بانك كې ذخيره كړي، ځكه چې په دې بانك كې د پورتنيو افتونو څخه يو هم نه راځې. او بل داچې كه د دنيا بانك تاسو ته (۵۰%) فيصده ګټه دركړي نو هغه بانك درته (۷۰۰۰%) فيصده ګټه دركوي. ايا پوهيږې دا كوم بانك دى؟ د اخرت بانك د الله جل جلاله بانك چې محاسب يې خپله الله جل جلاله دى.