کور / تازه خبرونه / طالبان د لښکرګاه په حمله کي د ٢٠ عسکرو د مړيني ادعا کوي

طالبان د لښکرګاه په حمله کي د ٢٠ عسکرو د مړيني ادعا کوي

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي د لښکرګاه په نننۍ حمله کي چي د ښار په منځ کي يې پر دولتي ودانيو ترسره کړه چي د شلو په شاوخوا کي بهرني او کورني عسکر وژلي دي. خو د هلمند چارواکي دغه ادعا په کلکه ردوي.
د پوليسو مرستيال قومندان الماس خان وايي په دې حمله کي يوازي يو افغان عسکر ټپي سوئ دئ، خو د طالبانو ټول کسان يا د حکومت له خوا وژل سوي او يا يې خپله ځانونه چاودلي دي.
طالب وياند وايي د هلمند مرکز لښکرګاه ته يې پر حساسو دولتي ځايونو د ډله ايزي حملې دپاره اووه په وسلو سمبال بريدکوونکي ننه ايستلي وو.
دغه بريد چي نن د جمعې په سهار د ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون پر څو ودانيو باندي ترسره سو، په هکله يې تر اوسه د مرګ ژوبلي کوټلي معلومات نسته.
د لښکرګاه د ښار څخه عيني شاهدانو لراوبر ويبپاڼي ته وويل د طالب جنګياليو مقاومت د جمعې تر ماپښين پوري په داسي حال کي روان وو، چي له هوا پرې د ناټو څرخکي ګرځېدې او د مځکي له خوا د کورنيو او بهرنيو ځواکونو تر محاصرې لاندي ول.
طالبانو نيژدې دوې اونۍ دمخه په کابل کي هم دغسي حمله کړې وه چي تر ٢٠ پوري کسان پکښي مړه او د ٦٠ په شاوخوا کي کسان ټپيان سوي وو، او له امله يې پر دولتي ودانيو سربېره ځينو عامه ملکي تاسيساتو ته هم په ميليونونو افغانۍ زيان واړاوه.