کور / شعر / دغیرت چغه

دغیرت چغه

متن : بیا دغیرت چغو ته سرکړه
بیا د دنیا خلک خبر کړه
په قهرډیرچې نن غوریږي
بیا دا آسمان زیروزبرکړه
ته دخپل حق مشعل کړه جګه
دانصاف تله برابر کړه
ددې ژوندي قومونوڅنګ ته
راوړه ته خپل دا لراوبر کړه
په رضا څوک به یې درنکړي
په زوره الله واکبر کړه
بیاکه غوښتل دې طاهري نو
مستي نه ډک غزلې سرکړه