هند: په کښتۍ کي ٤٥ کسان ډوب سول

34 | جنوري 30th, 2010


د هند په اندهراپردېش ايالت کي د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ٤٥ کسان وژل سوي دي.
ايالتي چارواکي وايي په دې کښتۍ کي ٤٥ تنه ناست وو چي د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په نيت د اوبو په منځ کي يوه مندر ته روان وو.
د چارواکو په وينا تر اوسه ١٠ تنه مړي له اوبو را ايستل سوي او ٣٥ ورک دي.

Copyright Larawbar 2007-2024