کور / تازه خبرونه / امريکا ته د اېمل کاسي په سپارلو کي نواز شريف لاس درلود

امريکا ته د اېمل کاسي په سپارلو کي نواز شريف لاس درلود

د پاکستان پخوانى ولسمشر فاروق لغاري د لومړي ځل دپاره د اېمل کاسي په نيولو کي نواز شريف په لاس لرلو تورن کړ.
فاروق لغاري په ډېره اسماعيل خان کي د وينا پر مهال وويل د اېمل کاسي په نيولو او امريکا ته په سپارلو کي د ده لاس نه وو، بلکي نوموړى د هغه مهال د صدراعظم نواز شريف له خوا امريکا ته وسپارل سو.
اېمل کاسى چي يو وخت يې د سي، آى، اې د جاسوس په تور کار کاوه، وروسته يې د دغه امريکايي سازمان درې مامورين وژلي وو، چي بيا د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کي د پاکستاني استخباراتو او سي، آى، اې له خوا ونيول سو.
نوموړى د ٢٠٠٢ کال په پاى کي په امريکا کي د امريکايي استخباراتي مامورينو د قتل په تور په اعدام تر محکومېدو وروسته د زهرو په پېچکارۍ ووژل سو.

د پاکستان منتقدين پر پاکستانيو مشرانو باندي تور لګوي، چي ځانونه اسلامي نړۍ ته د يوه مسلمان هيواد د مشرانو په توګه معرفي کوي، خو عملاً د پيسو د ترلاسه کولو په خاطر ډېر وخت غير اسلامي کارونه کوي. د دې هيواد چارواکو پر خپل تبعه اېمل کاسي سربېره چي امريکا ته يې وسپارى، پر افغانستان د امريکا تر حملې وروسته يې د طالبانو او القاعدې ډېر مشران امريکا ته وسپارل حتى د طالبانو سفير ملا عبدالسلام ضعيف يې هم د ټولو نړۍ والو اصولو خلاف امريکايي پوځيانو ته لاس تړلى په لاس ورکړئ وو.