امريکايي حکومت ته له ګواښه ډک خط رسېدلئ دئ
امريکايي رسنۍ وايي د مشرانو جرګې د استخباراتي کمېټې مشر ولسمشر باراک اوباما ته يو داسي ليک وړاندي کړئ، چي پر نيويارک د نويو حملو ګواښ ورته سوئ دئ.
د خط په هکله نور جزيات نه دي څرګند سوي چي د چا له خوا؟ څه وخت امريکايي استخباراتو ته رسېدلئ وو. امريکايي استخبارات وايي له ١٩٩٣ کال راهيسي چي پر نړۍ وال بانک په لومړي ځل حمله وسوه، د نيويارک په ښار کي د ترهګرو بريدونو خطر ډېر سوئ دئ.
بلي خواته د امريکا حکومت د نيويارک په ښار کي د سپټمبر يوولسمي په حملو، د تورن طراح خالد شېخ محمد پر محاکمه باندي هم غور کوي.