کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: ځانمرګي بريد ٩ تنه ووژل

پښتونخوا: ځانمرګي بريد ٩ تنه ووژل

د پښتونخوا په قبايلي سيمه باجوړ ايجنسي کي د پوليسو يوه مرکز ته نيژدې ځانمرګى بريد وسو چي له امله يې د دوو پوليسو په ګډون نهه تنه وژل سوي دي.
پوليټيکل چارواکي وايي حمله د باجوړ ايجنسي په مرکز ښار کي نيژدې ترسره سوې ده، چي ټپيان او مړي يې اور روغتون ته انقال سوي دي.
تر پېښي وروسته په باجوړ ايجنسي کي پر تګ راتګ بنديز لګېدلئ او سيمه د پوليسو له خوا محاصره ده.
د يوه بل خبر له مخي په همدې باجوړ ايجنسي کي د پاکستاني پوځ په وينا له پرون راهيسي ٧ وسله وال طالبان له پوځ سره په جنګ کي وژل سوي دي.