کور / تازه خبرونه / په خوست كي پنځه تنه ولسي خلك وژل سوي

په خوست كي پنځه تنه ولسي خلك وژل سوي

د خوست امنيتي چارواكي وايي چي په تېرو 24 ساعتونو كي د خوست د يعقوبيو ولسوالۍ په څو كلو كي پنځه تنه ملكي وګړي وژل سوي او د يوه ملا امام په ګډون دوه نور تښتول سوي دي.

د خوست د امنيتي ځواكونو د همږغۍ د مركز مشر جنرال نواب وايي چي وژل سوو كسانو د دولت سره كومه رسمي دنده نه درلوده او بې ګنا ولسي خلك و.
دى وايي چي ددې پيښي ترشا د دولت د وسلوالو د مخالفينو لاس دى چي د امنيتي د ګډوډولو لپاره دا ډول وژلي او تښتوني كوي.

خو تر اوسه كوم چا په دې اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم چا مسئوليت منلى.