بلجيم له افغان ځواكونو سره مرستي رواني ساتي

56 | جنوري 30th, 2010


د بلجيم د دفاع وزارت وايي چي د افغانستان د ملي اردو د روزلو او پياوړي كولو مرستو ته دوام وركوي.

ددغه هيواد د دفاع وزير چي نن تر غرمې مخكي يې په قندز ولايت كي د خپلو پوځيانو، د ځايي چارواكو او قومي مشرانو سره ليدلي وايي چي د افغان ځواكونو سره به خپلو مرستو ته دوام وركوي.

بيلجيم اوس مهال په افغانستان كي 600 پوځيان لري چي په قندز ولايت كي افغان ځواكونو روزي او د بيارغوني كارونه كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024