په غزني كي دوه ملكيان بهرڼيو ځواكونو وژلي

56 | جنوري 30th, 2010


د غزني ولايت چارواكي وايي چي پرون بهرنيو ځواكونو دوه ملكي كسان وژلي او دوه نور يې ټپي كړي.

د غزني ولايت د مقر ولسوال صاحب خان وايي، دا كسان په يوه ملكي موټر د بهرنيو ځواكونو په ډزو كي وژل سوي.

نوموړي وويل چي دغه موټر ته د درېدو امر سوى و خو د موټر د نه درېدو په پايله كي بهرنيو ځواكونو پر موټر ډزي كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024