کور / تازه خبرونه / دفاع وزارت د ۴ ملي اردو سرتيرو وژل د ناټو له خوا غندلي

دفاع وزارت د ۴ ملي اردو سرتيرو وژل د ناټو له خوا غندلي

د افغانستان د دفاع وزارت د ناټو ځواكونو هغه هوايي حمله غندلې چي په كي په ميدان وردګو ولايت كي د ملي اردو څلور سرتيري په تصادفي توګه وژل سوي.

دغه وزارت په يوه خپره كړې اعلاميه كي په دې اړه د جدي څېړنو غوښتنه كړې او همدارنګه وايي چي د پيښي عاملين دي عدالت ته وړاندي سي.

خبر پاڼه وايي دا پيښه تېره شپه هغه وخت وسوه چي افغان او ناټو ځواكونو د ملي اردو د نورو ځواكونو سره وسلواله نښته وكړه او د هوايي ځواكونو څخه مرسته وغوښتل سوه.

كه څه هم بهرنيو ځواكونو دا پيښه منلې خو نور مالومات يې نه دي وركړي.