کور / تازه خبرونه / هندوستان: د طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوو

هندوستان: د طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوو

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس، ايم، کريشنا وايي د دوى حکومت له طالبانو سره د افغان حکومت له مذاکراتو حمايت کوي.
ايس، ايم کريشنا د انډيا ټايمز ورځپاڼي سره په پرونۍ مرکه کي ويلي چي که طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني، له جنګه لاس واخلي او د القاعدې له صفونو جلا سي، د دوى حکومت له دغي پخلايني پوره ملاتړ کوي.
ايس، ايم کريشنا ويلي دوى طالبانو ته په يوه سترګه ګوري پر منځلارو او تنلارو يې نه وېشي خو دا چي هغوى له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني د دوى حکومت راضي دئ.
هندوستان چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د هغوى سره اړيکي پاکستان ته د طالبانو د نيژدېوالي په خاطر سمي نه وې، دا يې پخواني طالب ضد دريځ ته په پام سره د پام وړ نرمښت ګڼل کېږي.