انډونيزيا ٢٦ افغانان ونيول

34 | جنوري 31st, 2010


د انډونيزيا حکومت وايي پوليسو په دغه هيواد کي ٢٦ افغان کډوال نيولي چي ښايي اسټراليا ته يې د تګ هڅه کوله.
د انډونيزيا دولتي رسنۍ د پوليسو د يوه چارواکي امام مارګونو له خولې وايي چي دغه کسان يې د ميدان نومي سيمي کي نيولي دي.
د يادوني وړ ده چي د انډونيزيا هيواد اسټراليا ته د تلونکو کډوالو هغه لنډ مهاله تم ځاى دئ، چي هر وخت د افغانستان، پاکستان، سريلانکا او نورو هيوادونو کډوال پکښي نيول کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024