کور / z_buitenland_news -- 5 / پنجاب:يو تن دويډيوګېم دکان لرلو له امله ووژل سو

پنجاب:يو تن دويډيوګېم دکان لرلو له امله ووژل سو

  دپاکستان په گوجرانو اله ښار کي يوه تن خپل ملگري دويډيو گيم دکار و بارله امله وواژه .
 درپوټو له مخي تيره ورځ  دپنجاب ايالت په ګوجرانواله ښار کې يوه تن محمد خالدډار خپل ملگري مشتاق په دي خبره چي دويډيو گيمونو هټي يي لرله وواژه .
 ځايي چارواکې وايې کوم وخت چي خالد ډار محکمي ته دقاضي په وړاندي حاضري کړاي شونوموړى دتکبيراو جها زنده باد ناري وهيلي ، پوليس وايي چي خالد په خپل جرم اعتراف کړي .
 دوژل شوي تن ورور دمحکمي څخه دباندي خبريالانو ته وويل چې خالد دمشتاق پخوانى ملگري وو او څو واري يې ورته ويلي وو چې دويډيو گيمونوله کار او بار څخه لاس واخلي ، خو دمشتاق د ورورپه وينا مشتاق په يوه پښه گوډ وو او دنورو کارونوتوان يي نه درلود .
 


خالد ډار چي خپل ملګری مشتاق يې سرغوڅ کړ


 خالد ډار خبريالانو ته وويل چي  ده  يو اسلامي فرض پر ځاي کړي او په دغه کار پيښمانه نه دي ،
 دي وايي چي پنځه لس کاله په افغانستان او کشمير کې پاته شوي او د لشکر طيبه دگوند له خوا ورته  دجنگ بيلابيل تريننگونه ورکړل شوي .
دي وايي چي مشتاق يي وروسته له هغه حلال کړي چي څو ځله يي ورته دياد کار څخه دلاس اخستلو ويلي وو.
خالد  وايي هغه وخت چي مشتاق يي حلال کړدهغه مبايلي يي هم په جيب کي واچاوه دده په وينا چي نور نو مبايل د مشتاق په درد نه خوړل .
 ځايي پوليس وايي چي خالد ډار ذهني ناروغي نلري خو احساساتي دی .