کور / تازه خبرونه / فراه:130 له ايرانه رالېږل سوي ماينونه ونيول سول

فراه:130 له ايرانه رالېږل سوي ماينونه ونيول سول

 


د فراه دامنيې قومندان خيال بازشېرزي خبريالانو ته وويل چي دولتي ځواکونو د ايران سره پر پوله پرته ولسوالي اناردره کي د عملياتو پر مهال يو سلو ديرش داسي ماينونه نيولي دي چي په ايران کي جوړ سوي او په دې وروستيو کي افغانستان ته رالېږل سوي دي . نوموړی وايي چي دا ماينونه يې د سيمه ايز قومندان ملا عبدالغني پر هستوګنځای د بريد پر مهال نيولی دی ، د هرات د امنيې چارواکي وايي چي طالبانو د تښتي پر مهال يو شمېر نور ماينونه له ځانه سره وړي دي . د يادوني وړ ده چي له نيول سويو ماينونو څخه پنځوس يې د پرسونل ضد ، شپېته ريموټ کنټرول، ديرش نور يې د وسايطو ضد ماينونه دي او يو آر پي جي راکيټ د دولت لاسته ورغلي دي .


Archief Photo  د ارشيف څخه اخستل سوی پخوانی عکس


چارواکي وايي چي دا ماينونه په ايران کي جوړ سوي او بيا افغانستان ته رالېږل سوي دي خو زياتوي چي پر ماينونو د جوړونکی هيواد نوم په لاسي لاس پاک کړل سوی دی ، خو دوی باور لري چي دا ماينونه په ايران کي جوړ سوي دي .



څو مياشتي مخکي هم د امنيتي ځواکونو له خوا د فراه په ولايت کي يو شمېر ايراني ماينونه نیول سوي وو چي هغه مهال په کابل کي د ايران سفير دا تورونه رد کړي وو ، د اوسنۍ پېښي په اړه تر اوسه د ايران دولت خپل رسمي دريځ نه دی څرګند کړئ .