کور / تازه خبرونه / هندوستان رشوت خورو ته صفر نوټ جاپ کئ

هندوستان رشوت خورو ته صفر نوټ جاپ کئ

په هندوستان کي يوې موسسې داسي نوټونه چاپ کړي چي ارزښت يې صفر روپۍ دئ، خو بيا هم په بازار کي چلېږي.
دغه ځانګړى نوټ د امريکا په ميريلنډ ايالت کي يوه هندي فيزيک پوه پروفيسر ويجى آنند د رشوت سره د مبارزې په خاطر د خپلي غير دولتي موسسې له خوا چاپ کړئ دئ.
دغه نوټ چي په تاميلناډو ايالت کي يوې ښځي د برېښنا يوه مامور ته د وړيا برېښنا د ترلاسه کولو دپاره په رشوت کي ورکړئ وو، له امله يې هغه مامور ډېر شرمېدلئ وو او له ښځي څخه د څو مياشتو پخوا اخيستئ رشوت يې لا بيرته ورکړئ دئ.
پروفيسر ويجى آنند وايي د ده له خوا چاپ سوئ نوټ په هيواد کي د رشوتخورو د مهارولو دپاره تر ټولو مهذبه طريقه ده.
د يادوني وړ ده چي د صفر نوټ د شکل له مخي د هندوستان پنځوسي ته ورته دئ او د اصلي پيسو په شان د ګاندي جي عکس هم ورباندي چاپ سوئ دئ.