کور / تازه خبرونه / په كابل كې سرنوشت ورځپاڼې په خپرونو پيل كړې

په كابل كې سرنوشت ورځپاڼې په خپرونو پيل كړې

د سرنوشت ورځپاڼې لومړۍ ګڼه نن د فبرورۍ په لومړۍ چې د سلواغې له ۱۲ مې سره سمون لري په كابل كې په خپرونو پيل وكړ. سرنوشت په څلورو مخونو كې په منځنۍ كچه او دوو رنګونو كې د اسدالله وحيدي په مسول مديريت سره چاپېږي.
سرنوشت د خپلې لومړۍ ګڼې په لومړي مخ كې يې، په لندن كې د افغانستان د وړانديزونو نړيوال ملاتړ، د طالبانو په اړه د هند دريځ، حمايت كميسيون حقوق بشر از طرح هاى دولت در كنفرانس لندن حمايت كرد، تر عنوانونو لاندې خبرونه او همدارنګه، دا د اوس خبره نه ده، د افغانستانيانو پايڅې رېږدي، صلح يا جنګ، تر عنوانونو لاندې مقالې خپرې كړې دي.
د سرنوشت په سرليكنه كې په هېواد كې د امريكا او لويديزوالو له ناسمې تګلارې څخه پرده پورته شوې، دا چې لويديزوالو د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې په ډېرو لويو كارونو پرده اچولې او ډېرو كوچنيو كارونو ته بيا ډېر لوى انعكاس وركړل شوى دى، او همدارنګه يې د ارزښت وړ كارونو د خپرولو او انعكاس وركولو مخه يې ډب كړې ده. دوى په سرليكنه كې په رسنيو غږ كړى څو د يرغل كوونكو د يرغل په وړاندې ودرېږي او په خپلو رسنيو كې سپېڅلو او پاكو نظرياتو ته ځاى وركړي.