کور / تازه خبرونه / بودجوی کسر د امریکا ملا ور ماتوی

بودجوی کسر د امریکا ملا ور ماتوی

د امریکا مک کلیچی اخبار نن راپور ورکړ چی « جګړو » او « مالی بحران » د امریکا اقتصادی ملا سَوکه سَوکه ورماتوی او دا سخته ضربه ښایی لس ـ دوولس کاله پایښت ولری او هر کال به دا کسر څه باندی ۷۰۰ بلیونه ډالره کیږی . راپور وایی چی سږ کال به د امریکا بودجوی کسر ۱٫۵۶ ټریلیونه ډالره ته ورسیږی چی په تاریخ کی سارﺉ نه لری . بارک اوباما نن پخپله داسی عاجزانه اعتراف وکړ : « موږ په جنګ کی یو . زموږ اقتصاد په تیرو دوو کالو کی ۷ ملیونه کسان بېکاره کړي دي . او زموږ حکومت د دې اضافه خرڅۍ ( اسراف ) څخه ډکی لسیزی له امله تر ستوني په پورونو کی ډوب دی . . . ښایی یوه لسیزه وروسته زموږ دا کسر ۸ ټریلیونو ډالره ته جګ سی . »
خو سپماییز پوهان وایی چی ممکن په راتلونکو لسو کالو کی دغه کسر ۸ ـ ۱۰ ټریلیونو ډالرو ته ورسیږی ځکه « د تروریزم پر ضد جنګ » چی محراق یې افغانستان او عراق دی ، د واشنګټن د غلطي ستراتیژۍ له امله ورځ په ورځ نور هم توند او پراخیږی او دا هغه څه دی چی د امریکا مالی او پوځی قوت نور هم سولوی . ( مثلأ یوازی په افغانستان کی امریکا په یوه دقیقه کی ۵۷۰۷۷ ډالره اور ته اچوی . )