کور / کیسه / دسولې ارمانجنې جبارخيله

دسولې ارمانجنې جبارخيله

هغه افغانه سپين سرې محاجره مور او په خټه کې جبارخيله کوچۍوه دغيرت،شهامت،ميړانۍ روحيه د هغه په خبروکې حماسي لنډۍ اوټوکۍ ټکا لۍ زمونږ دکليوالوسره زه يې دی ته اړکړې ومه چې دهغې ټولوکيسو ته سرتر پايه غوږ غوږشمه جبارلوړقداوغښتلې د بدن اندامونه لرله او تل به يې يو څادر ترخپل ملا نه کلک تاو او تړلې وه کله به چې جبار خيله د لرې نه په سرک را ښکاره شوه ماشومانو به ورته خوشحالي کولو چې هاغه ده جبار خيله ترور بياراغله جبارخيله ترورکله به چې زه وليدمه په سندرو به شوه ټپۍ او ډيرې لنډۍ به يي راته ويلې زما نوم يې ډيره خوښه وه تل به يي دا ويل او بيابه يې همدا نوم په بهانه ماته يې لنډۍ ويلې ديګ ديګ مفتی مستې راوړلې خوما کله هغه مفتی اخيستلې د هغې اندازی په پيسو به مې ګوړه او بوره ورته واخيستو او په ديګ کې به مې ورته کيښودو ورسره ٣٠-٤٠دچرګانو هګۍ به يې هم راوړلې او هغه به يې په خلکو خرڅولې جبار خيلې ترور سره ځوانه انجلې چې هغه هم ډيره ښايسته پيغله شنه خالونه يې هم په تندي درلود ه ګرځيدله خو تل به يې مخ پټه وه د څادر لاندې فقط يوه سترګه يې معلوميده د هغه د يوه سترګه په کتو کې دا انداز لګيده چې هغه څومره ښايسته وه کله کله خو به مې زړه ورته ډير تنګ شوه په ټوقو به مې ترې وپوښتله چې کله به مخ لوڅ د جبار خيلې تورور په شان ګرځي دخندانه به تکه سره شوه دحيانه به ځواب نه را کاوه خو جبار خيله به په لنډوکې ځواب راګړ کله چې هغه ځوانيمرګ دسرپيسې د ايران نه راوړلی او واده يې وکړلو دا ډيرکلونه کيږي چې هغه مور مړۍ دسر پيسو ګټلو پسې ايران ته تلی دی ددې په سرکې سپين ولګيدو هغی تراوسه پورې دسرپيسې پوره کړينه دي جبار خيله به بيا بيا په لنډۍ ويلوپيل کړه د کلي واړواوغټ پام به يې ځانته واړوله هغه ډيره هوښياره او ټوقماره ښځه وه کله به چې جبار خيله د لرې نه په کنډو رارا ښکاره شوه ماشومانو به ورته خوشحالي کولو چې هاغه ده جبارخيله تورور بيا راغله امسا يې په لاس په کړوپه ملا زمونږکلي ته به روانه وه رښتيا هم چې ماته ډيره ګرانه وه هغې دخپل د قهرمانې يو کيسه يې راته کړې وه هغه دا چې کله ددوې په کلي راکټونه ولګيدونو دسيمې ټولکوچيان کډه وکړل په دا ورځ يو ځوان سړۍ په خيټه کې د راکټ په پارچه سورې شو اودهغې دخبرو په اساس د سړۍ کولمي بهرووت خلکو چې دا حال وليدو نو داسې فيصله يي وکړ چې کډه وکړي دسروګوليو اوازونه د هر خوانه اوريدل کيده اوهم باران په شړق وريده په اسمان کې غړمبار او تياره وريځو سره د تا لندۍ بريښنا هم ملګري ول دکلي خلک وارختاد جنګ نه د ويرې په موخه د کلي پريښدو ته اړ شول او داسې فيصله يي وکړل چې دا سړۍ به همدلته پريږدي ځکه دا نورژوندی نه پاتی کيږي خو جبارخيله دا ونه منله هغې داسې کيسه وکړه چې داوړو لګن مې د بارشوي اوښ نه واخيستلو لاسونه مې پاک ومينځلواودسړۍ کولمې مې هم په پاکو اوبو ومينځلو بيامې دهغی خيټه کې داسې کيښودو چې يودبل سره تاو نشي زه مجبوره ومه ديو ځوان مرګ مې نشوه ليدالې دټټر نه مې ستنه ويستلو او د بړستنې په تار مې وګنډلو خپل څادرمې چير کړلو هغه ټپ نه هم وينه ډير راتله خو ما هغه په احتياط وتړلو سړۍ مې په خر کينولو او په دی توګه روغتون ته ورسولو چې اوس هغه سړۍ روغ رمټ دی لوې شانزده بيست يې ترخپو لاندې دی کله مې چې وويني په دوه لاسي راته سلام کوي زه ددې ښځې ډيرې خبرۍ ځانته جلبه کړې ومه خو هغه به تل خپل کلي پسی ژړله او دوطن ارمان به يې کولو هغې ته په پاکستان کې ژوند لکه زندان کې ژوند معلوميده او په پاکستان کې ورته دساه لندي مرض هم پيدا شوې وه دې تل داسې فکرکاوه که چيرته کلي ته و لاړه شي نو ښه به شي وطن ته دسولې د راتګ ارمان يې ډير کاوه اوتل به يېويل دوطن په غيږه کې مړه کيدل اوخښيدل غواړمه په ورستيوکلونو کې چې زه کاناډا ته راتلمه هغه ډيره ناروغه وه خو کلونه پس چې پاکستان ته ولاړمه د جبار خيلې توړې پوښتنه مې هم وکړله هغه پيغله چې ددې مسې وه هغه مې پيدا کړله هغې واده کړې وه راته يي وويل کلونه پخوا جبار خيله مړه شويده د ناصر باغ د کيمپ په هديره کې ښخه شوې وه چې د پاکستان دحکومت لخوانه په هديره باندې ماشين وګر ځول شوپه دی توګه دجبارخيلې قبرهم ورکه شوه نودغيرت،شهامت ،ميړانې روحې څيښتنې کوچۍجبارخيلې دژوندتراخيره په وطن کې دسولې دراتګ ارمان پوره نشوه اودا ارمان يې ځان سره ګورته يوړ ډيره خپه شولمه او داټکۍ مې ډيرزوروي چې دجبارخيلې ترورپه وطن کې د سولې دراتګ ارمان پوره نشوه اودسولې دراتګ ارمان يې ځان سره ګور ته يوړ خداې دې ورته جنت په نصيب کړي امين يارب العلمين پاې