کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره په لومړينوي هڅو كې په اسلام اباد كې د سعودي عربستان سفير له پاكستاني مشرانو سره كتلي دي.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، كه اسلام اباد پدې برخه كې خپل رول ادا نكړي نو امريكا به په سيمه كې پراخ پوځي عمليات پيل كړي او دا ځلې به د پاكستان خاورې ته هم ننوځي.
په ورځپاڼه كې سعودي عربستان ته د ولسمشر كرزي په سفر هم بحث شوې او هغه يى په افغانستان كې د پخلاينې د روانو هڅو لپاره خورا ګټور بللې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د جنرال دوستم په اړه د امريكا د سفير په پرونيو څرګندونو انتقاد كړې او ليكلي، چې دوى خپلې دا انديښنې د ولسمشر كرزي پر ضد د تبليغاتو د يوې وسيلې په توګه كاروي.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې يا د خپل لومړي مخ غټ سرليك په ايران كې د افغان كډوالو روان حالت ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې د ايراني پوليسو لخوا د افغان كډوالو وژنه دوام لري.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د تهران په وروستيو مظاهرو كې ددغه هيواد د پوليسو لخوا د يو شمير افغانانو له نيولو او وژلو وروسته اوس اوس پنځه نور افغان كډوال د ايراني پوليسو لخوا وژل شوي او مړي يى افغان سرحدي ځواكونو ته سپارل شوي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان روانې وضعې ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د ناټو پروګرامونو ته په اشارې ليكل شوي، چې روان ۲۰۱۰ ميلادي كال د افغانستان لپاره ټاكونكې كال دې.
ورځپاڼې په افغانستان كې د خلكو د اقتصادي حالت په اړه د ملګرو ملتونو څيړنه هم خپره كړې او ليكلي، چې په سلو كې دوه څلويښت افغانان په بيوزلۍ كې ژوند كوي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د ترورزم اصلي قرباني پاكستان نه بلكه افغانستان دې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، په تيرو اتو كلونو كې پداسې حال كې، چې افغانستان د ترورزم په خلاف د مبارزې قرباني وركوله خو پاكستان له دغه حالت نه د ځان په ګټه كار اخستلو او پدې ډول يى زياتره هغه مرستې، چې افغانستان يى وړ وو خپلې خيټې ته واچولې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې لوږه او بېوزلي د افغانستان د شتو ستونزو اساسي جړ بللې او ليكلي، تر هغو، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه دغه ستونزه هواره نكړي سوله او امن نشي ټينګولې.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې بيا ليكلي، چې شاوخوا نهه ميليونه افغانان د خپل ژوند د بقا لپاره بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.

افغان جرګه:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم خپل زياتره مطالب د افغان دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولې خبرو ته ځانګړې كړي.
ورځپاڼې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په حواله په يو مطلب كې ليكلي، چې له طالبانوسره د سولې خبرې روانې دي او پدې كې سعودي عربستان مهم رول لوبوي.
ورځپاڼې د همدې مطلب لاندې په يو جلا سرليك كې ليكلي، چې د ولسي جرګې يو شمير غړو له وسلوالو مخالفينو سره ليدلي دي.
ورځپاڼې له دغو هڅو سره كيدونكو مخالفيتونو ته هم كتنه كړې او په لندن كې د نړيوالو اړيكو د يو استاد په حواله ليكلي، چې له طالبانو سره خبرې له لومړنيو اهدافو نه په شا كيدل دي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم په هيواد كې د پخلاينې لپاره روانو هلوځلو ته كتنه كړې او په تور لسټ كې د ځينو طالب مشرانو د نومونو موجوديت ته په اشارې په ملګرو ملتونو كې د افغانستان د استازي په حواله ليكلي، چې دغه لسټ بايد د سولې هڅې زيانمنې نكړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې له تور لسټ څخه د ملا عمر او حكمتيار د نومونو د ويستلو لپاره د ننګرهار د قومي مشرانو غوښتنه هم راخستې ده.
ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د ځنګلونو روان حالت څيړلې او پكې دا ښودل شوې، چې د ځنګلونو د پرې كولو مخنيوې د چاپيريال لپاره څومره مهم دې.