کور / د ډيورنډ کرښه / عدنان خان

عدنان خان


کله چي په بېنوا ويبپاڼه کي زما مسوليت په رسمي ډول پای ته ورسيدی ، نو ورسره سم ماته دراروانو برېښناليکونو شمېره هم کمه سوه . يوه اوونۍ وړاندي د لر او بر ويبپاڼي پرانستنه وسوه ، داځل د ډيورنډ لاين دا او ها خوا مېشت د ميرويس نيکه او لوی احمدشا بابا لمسيانو د برېښناليکونو راليږلو او ټيلفونونو سلسله جاري سوه ، څوک د خوست ،څوک د نيمروز ، چا د کويټي خو (سايل)صاحب له پېښوره ياد کړم . په دې سلسله کي همدغه وروستی برېښناليک پر ما سخت زيات اثر وکړ ، دا چي ولي يې اثر وکړ ، اوس يې نه سم ليکلای ، مګر دومره به وکم زما د بابا د مېني ( جونګړي ) څخه په ژوندون د ورکو شويو بچو څخه به د يوه ( عدنان ولي خان ) په ګوتو ليکل سوی برېښناليک درته وړاندي کړم . د نړۍ په ګوټ ګوټ ( په خاص ډول د ډيورنډ دمنحوثي ليکي پر دواړو خواو دافغان د وحدت او يوالي په هيله              ( عبدالله احسان )     





 (پښتو زما دمینې  اوګرانښت ژبه)


عدنان ولي خانزما نوم عدنان ولی خان دی.زه د هندوستان يم او په ډيلي کې اوسيږم.زه يو ويشت  کلن يم .اوخپلې زده کړې مې تراوسه ترليسانس پورې په ډيلی پوهنتون کې ترسره کړې دي .


په قام يوسفزي پښتون يم زما کورنې له نژدی سلوکالوراپه ديخوا په هندوستان کې ژوند کوي . موږپه خپله کورنې کې تراوسه پورې پښتو ساتلی ، خو زمايوشميرنورو نژدې خپلوانو چې په هندوستان کې يې  ودونه کړي پښتو ژبه له لاسه ورکړې ده زه مې  له خپلې کورنې سره يوځای ژوند کوم .


سره له دې چې ما خپل ليسانس په  (بې  کا م )  کې بشپړکړې  اوس په جواهرلال نهرو پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د پښتو څانګې په درېم ټولګي کې هم درس وايم.


مخکې ما يواځې په پښتو خبرې کولې اولوستل ليکل مې ښه نه وو. خواوس په دې ډاډه شوم چې پښتو زده کړه څومره خواري غواړي ، ما داکاردپاک خدای په مرسته ترسره کړ اوس مې په پښتو څانګه کې د پښتو لوستل،ليکل،مهالونه،نوې نوې لغتونه ، پښتوادب او پښتو ګرامر زده کړل


نن سبا کوښښ کوم چې داستاد رشاد  (غالب جنګ غازي نواب احمد خان بنګښ اودهغه کورنې ) خورا مهم اثر دخپل استاد رشيد په مرسته په اردو ژبه واړوم . هيله من يم چې په راتلونکې کې افغانستان ته ولاړشم او هلته په پښتو کې درس ووايم څو د دغې ژبې ښه زده کونکی  شم.ځکه چې پښتو زما دمينې او ګرانښت ژبه ده .


عدنان ولي خان


دجواهرلال نهر و پوهنتون دپښتوڅانګې
ددريم ټولګي زده کوونکی


اخــــتر


زه د اکتوبر په لسمه نېټه د چار شنبې په ورځ له ډيلي څخه سهارنپور ته ولاړم.د روژې د مياشتې روخصتي وه،خو زه د اخترنمانځلوپه موخه هلته تللی وم. زما کورنۍ د اکتوبر په دوو لسمه نېټه د جمعې په ورځ سهارنپور ته راغله. کله چې زه سهارنپورته ورسېدم هلته هېڅ څوک خبر نه وو چې زه هلته ورځم چې زه کور ته ور ننوتم ټول حېران  شول او ټولو زما هرکلی وکړ.


په سهارنپور کې زما خپلوان اوسيږي هغوی زما په ورتګ ډېر خوشاله شول.د ماښام ډوډۍ مې هلته په اته   بجې له خپل تره سره وخوړه.ما درې روژې هلته ونيوې. سږ کال موږ دېرش روژې پوره کړې.په څوار لسمه نېټه د اختر ورځ وه.موږ د اختر د لمانځه لپاره په لس بجې عيدګاه ته ولاړو.له لمانځه وروسته موږ د ټولو خپلوانو کره ولاړو او ټول خپلوان زموږ کره مبارکۍ لپاره راغلل.


مور مې شير برنج ،وريجې او چولې پخې کړې وې. د اختر په ورځ د هر چا کره خواږه شيان وو.په دوېمه د کور ښځې  د يوه او بل کره د مبارکۍ لپاره ولاړې راغلې.موږ ټولو د اختر په ورځ نوې کالي اغوستي وو. په درېمه ورځ زما درې ملګري له ډيلي څخه سهارنپور ته راغلل.دوی هلته زماپه خاطر راغلي وو چې له سهارنپور څخه يو ځای مسوري ته چې په اوتراکهنډکې پر غرونو باندې پروت ښکلی ښار دی،ولاړ شو.زما کورنۍ په اووه لسمه نېټه د چارشنبې په ورځ له سهارنپور څخه  بيرته ډيلي ته راغله خو زه د اکتوبر په شپاړسمه د سه شنبې په ورځ له خپلو ملګرو سره مسوري ته ولاړم.


موږ مازيګرپه پنځه بجې په بس کې کېناستو او ماخوستن نه بجې مسوري ته ورسېدو.هلته موسم ډېر يخ و.موږ لس بجې ډوډۍ وخوړه او له هغه وروسته ويده شوو. بله ورځ موږپه ټول مسوري کې وګرزېدواو ماښام بيرته هوټل ته راغلو. په درېمه ورځ په مسوري کې کېمپټي فال ته ولاړو  دلته د اوبه يوه لويه چينه له پاسه کښته را بهيږي چې سېلانيان يې ليدو ته ورځي.دا ځای له مسوري څخه شل کيلوميتر واټن لري.دلته موسم ډېر ښه و،موږ دلته وګرزېدو.بيا موږ هوټل ته راغلو خپل  کالي او نور شيان وتړل ځکه چې سبا زموږ روانګی و.بله ورځ په شلمه نېټه د جمعې په ورځ   له مسوري   څخه د سهار په نه   بجې ډيلي ته راروان شوواو د شپې په نه بجوډيلي ته رارسېدو.د اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه د دو شنبې په ورځ دسهار په اووه بجې د خپل  پښتو درس لپاره پوهنتون ته ولاړم .