کور / تازه خبرونه / خيبر ايجنسي کي سخته جګړه روانه ده

خيبر ايجنسي کي سخته جګړه روانه ده

 


نن سهار ( جمه ۲۵ جنوري ) د لر  افغانستان په خيبر اجنسۍ د ادم خېلو په دره کي پاکستاني پوځ له خوا عمليات پيل سوي دي ، په دې سيمه کي د سيمه ايزو طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ جګړه روانه ده  ، لراو برته رارسيدلي خبرونه وايي چي جګړه هغه مهال پيل سوه کله چي په سيمه کي ځايي طالبانو د پوځ درې د وسلو ډکي لارۍ ونيولې ،  نن د جمعې ورځ په سيمه کي د سپکو او درنو وسلو ډزي اوريدل سوي او دواړو خوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .


سيمه ايز طالبان وايي چي د پاکستاني پوځ اته کسان يې وژلي او يوشمېر نور يې ټپيان کړي دي ، له بله پلوه پوځ له سيمي څخه د وسله والو طالبانو د پر شا کولو ادعا کوي .


په سيمه کي د عامو وګړو ژوند له ډير ستونزو سره مخامخ سوی دی .


 


داجګړه لومړی په اخوړوال کلي کي پسله له هغه پيل سوه کله چي وسله والو طالبانو د پاکستاني پوځ درې د وسلو ډکي لارۍ ونيولې او حکومت يې پر وړاندي پوځي بريد وکړ .


په وروستيو خبرونو کي ويل سوي چي ددواړو خواو تر شلو زيات کسان وژل سوي دي .