جنوبي وزيرستان کي نن هم عمليات دوام لري

د لراوبر اداره | جنوري 25th, 2008


جنوبي وزيرستان کي نن هم عمليات دوام لري


پاکستانی پوځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي چي په جنوبي وزيرستان کي يې د وسله والو طالبانو پر سيمو بريدونو ته دوام ورکړی دی ، پوځ دا ډول ادعا کوي چي ځيني سيمي يې له وسله والو طالبانو پاکي کړي دي .


بله خوا وسله وال طالبان د پوځ ادعاوي ردوي او وايي چي دوی په خپلو سيمو کي پوره واک لري او وايي چي په سپينکۍ کي يې  7 کسه پاکستاني پوځيان يې وژلي دي .


پاکستاني پوځ نن خبر ورکړئ دی چي ددوی قواوو په سپينکۍ کي دوه بهرنيان نيولی دی چي اوس پوښتني ترې پيل سوي دي .


د يادوني وړ ده چي دا وخت په لر افغانستان کي د ډيورنډ پر څنډه د نوازکوټ څخه تر سپينکۍ پوري ټولي سيمي پاکستاني ځواکونه تر بريدونو لاندي راوستلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024