کور / تازه خبرونه / لرافغانستان:دجګړې پر ضد پراخي مظاهرې رواني دي

لرافغانستان:دجګړې پر ضد پراخي مظاهرې رواني دي

 


په پېښور او نورو قبايلي سيمو کي زده کوونکو او محصلينو پراخ لاريونونه کړي دي او له دولت څخه يې په کلکه غوښتي چي پر قبايلي سيمو دي ژر تر ژره پوځي عمليات پای ته ورسوي .


د پېښور پريس کلب مخي ته د پښتون سټوډنټ فډريشن د غړو په ګډون په زرګونو نورو زده کوونکو دپاکستاني حکومت او مشرف پر خلاف شعارونه ورکول ، هغوی خبردارئ ورکړ چي که ژر تر ژره جګړې بندي نه سي نو دوی به خپلي مظاهرې نوري هم پراخي کړي .