کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان نوي وسله و ازمويله

پاکستان نوي وسله و ازمويله

 


پاکستان خبر  ورکړی دی چي نن يې په برياليتوب سره د شاهين په نوم توغندۍ ازمويني ترسره کړې ، دا توغندۍ چي اووه سوه کيلو ميټره واټن ويشتلای سي نن په يوه نا معلومه سيمه کي و ازمويل سوې .


دا خبر په داسي حال کي ورکول کيږي چي نن د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس اعلان وکړ چي که پاکستان له دوی سره موافقه وکړي نو دوی تيار دي چي د پاکستان تر واک لاندي سيمو کي د ترهګرو په وړاندي پوځي عمليات پيل کړی .