کور / تازه خبرونه / حامد کرزى سعودي ته روان سو

حامد کرزى سعودي ته روان سو

د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپره سوې اعلاميه وايي ولسمشر حامد کرزى نن د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان پر خوا روان سو.
ولسمشر کرزي وړمه ورځ په يوه خبري کنفرانس کي وويل د سعودي له پاچا عبدالله بن عبدالعزيز سره په کتنه کي له هغه څخه د طالبانو سره په خبرو کي د مرستي ځانګړې غوښتنه وکړي.
همد راز په پام کي ده چي ولسمشر کرزى به عمره ادا کړي او د سعودي عربستان له ديني علماوو سره به هم وويني.
د لندن په کنفرانس کي چي د افغانستان حکومت د طالبانو سره په مذاکراتو کي د منځګړتوب غوښتنه وکړه، د سعودي حکومت وويل دوى به هغه وخت دغه دنده پر غاړه واخلي چي طالبان د القاعدې څخه ځانونه جلا کړي.
تر دې دمخه له دوو کالو راهيسي په مکه مکرمه او دوبۍ کي هم د سعودي په منځګړتوب د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ ليدني کتني سوي، چي د افغان حکومت په وينا پايله يې ناکامه وه.