کور / تازه خبرونه / امريکا: پوځيان به تر اګست پوري افغانستان ورسېږي

امريکا: پوځيان به تر اګست پوري افغانستان ورسېږي

د امريکا د دفاع وزارت يوه پوځي چارواکي سټيف سټينلي نن خبريالانو ته ويلي د باراک اوباما له خوا د ٣٠٠٠٠ امريکايي عسکرو د لېږد چاري به په روان پسرلي کي پاى ته ورسېږي او دوى هيله لري چي د پاتي هغو د لېږد لړۍ به تر اګست پوري ختمه سي.
د دې پوځيانو د لېږلو اعلان د امريکا ولسمشر باراک اوباما دوې مياشتي دمخه کړئ وو، چي وايي تر اوسه يې ٥٠٠٠ تنه افغانستان ته رسېدلي دي، خو ځيني شنونکي وايي ښايي دغه پوځيان يا ټوله او يا يې ډېره برخه دمخه لا افغانستان ته رسېدلې وي، د دوى په وينا امريکا همېشه خپله پوځي ستراتيژي پټه ساتي او معمولاُ هغه مهال کوم هيواد ته د عسکرو لېږد اعلانوي چي هغوى وختي لا هلته ځاى پر ځاى سوي وي.
خو سټيف سټينلي وويل د ٣٠٠٠٠ له منځه يوازي ٥٠٠٠ تنه افغانستان ته رسېدلي دي، چي د لوژيستيکي اسانتياوو او هستوګنځايونو تر ډاډ وروسته به ١٨٠٠٠ تنه تر پسرلي پوري او پاتي نور به د اګست تر مياشتي افغانستان ته ورسېږي.