کور / تازه خبرونه / د ولسمشر کرزي نيژدې دوست وژل سوئ دئ

د ولسمشر کرزي نيژدې دوست وژل سوئ دئ

د کندهار څخه ورکړل سوي تازه خبرونه وايي په دغه ولايت کي د حاجي محمد په نوم يو قومي مشر او دوه ملګري د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه سوي چي له امله يې حاجي محمد او موټر چلوونکى وژل سوي او ورور يې زخمي دئ.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي د حاجى محمد مړېنه تائېد کړه او وايي هغه يو با نفوذه قومي مشر، د دوى عزيز او د ولسمشر کرزي نيژدې دوست وو.
د رپوټونو له مخي دغه پېښه نن د کندهار ښار د دوراهي په سيمه کي رامنځته سوې ده، خو دم تر حاله يې نه چا مسئوليت پر غاړه اخيستئ او نه هم چارواکو په دې پېښه کي څوک ګرم بللي دي.
تر اوسه دا هم معلومه نه ده چي نوموړى د شخصي دښمنۍ له کبله وژل سوئ، که دا هم د نورو قومي مشرانو د مړېني په څېر سياسي اړخ لري.
د تېر کال په نومبر په مياشت کي د ولسمشر کرزي د کورنۍ نيژدې غړى وحيد کرزى، په خپل پلرني کلي کرز کي په مرموز ډول ووژل سو، چي پلار يې يارمحمد کرزي د حشمت کرزي په نوم خپل وراره په وژنه باندي تورن کړ.