کور / تازه خبرونه / سروې : امریکایان د سختی لوږي سره مخامخ دي

سروې : امریکایان د سختی لوږي سره مخامخ دي

امریکایی خوراکی جوړښتون ( لوږه په امریکا کی ـ ۲۰۱۰ ) خپله تازه سروې خپره کړې او په هغه کی یې ثابته کړې چی نن ۳۷ ملیونه امریکایان په لوږه مبتلا دي او په ۲۰۰۹ کی دغه تعداد خلکو ته وړیا خوراکي مواد ورکول سوي دي چی دا د هرو اتو (۸) امریکایانو د جملې څخه یو نفر کیږی . سروې زیاتوی چی د ۲۰۰۶ څخه را وروسته ( یعنی په درو کالو کی ) د امریکا وږي کسان ۴۶٪ نور اضافه سوي دي چی دا د امریکا په تاریخ کی سارﺉ نه لری . راپور وایی چی په لوږه د مبتلا کوچنیانو کچه هم ۵۰٪ ته جګه سوې ده چی دا ډیر خطرناک حالت دی . راپور زیاتوی چی د خوراکی موادو بانکونه او مرکزونه ورځ په ورځ د غذایی موادو د لږښت سره مخامخ کیږی او په آینده کی د یو لوی بحران احتمال شته دی .
خو ماهرین معتقد دي چی د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد نن د خپلو غلطو پالیسیو له امله پخپله د لوږی په غېږ ورغلی دی چی خلاصون یې مشکل ښکاری .