فرانکفورټ: د پښتونخووا جشن جوړيږي

سعيد لودين | فبروري 2nd, 2010


Pashtoons Social Democtatic Party (PSDP) Pashtoonkhwa/Afghanistan

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی ،دلری اوبری پښتونخوا د پښتنو ګډ سنګر دی، د پښتنو د قامی یووالي ، د پښتنودحقوقو د لاسته راوړلو،سوکالئ او ابادئ لپاره مبارزه کوی. دغه راز پښتنو ته د خپل قامی پیژند په لاسته راوړلو سره دګوند د مرام او هدف یوه برخه هم تر سره شوه، چی پدی لړکی دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دفرانکفورت څانګي په کوربه توب د ۲۰۱۰ع کال دجون په ۱۲مه نیټه د« پــښـــتـونـخـــــــوا جــشــن» جوړوی.

په جشن کی به د عوامی نیشنل ګوند مشر او د ریلوی مرکزی وزیر ښاغلی حاجی غلام احمد بلور او ځنی نور مشران مونږ سره ګډون کوی.

د غه راز د ټنګ ټکور برخه به د هیواد د خوږ غږو سندرغاړو هریو ښاغلی انجنئیر عبدالطیف راهي او ښاغلی نادر صدیقي په زړه راښکونکو سندرو او ملی اتڼونو رنګینه شی.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پدی وسیله د ټولو درنو هیوادوالو څخه هیله کوی چی د خپلو درنو کورنیوسره یوځای پدی تاریخی او جـشني غونډه کی زمونږ سره ګډون وکړي او زمونږ غونډه لا رنګینه او درنه کړی.

د خالي (شنبـي) ورځ د ماځیګر پنځه (۵) بجی 12.Juni.2010 نـیـټـه او وخــت:

: ځــــای/ پــــتــــه
C Z F, e.V. Salzschlirfer Str.15, 60386 Frankfurt am Main
Lala Iqbal: 0171-3734566, Syed Ali shah: 0178-3264862, Nasir Khan: 0178-8781664

«

Copyright Larawbar 2007-2024