کور / رسنۍ / د نارنج ماڼۍ ياد بيا تازه کيږي

د نارنج ماڼۍ ياد بيا تازه کيږي

د لوی او تاريخي کندهار په لرغوني ښار کوټه کښي يوار بيا د ادب بنډاريان پر يوه ټغر سره راټوليږي او د ادب سوړ نغری بيا په خپلو تودو جذبو سره تودوي، سبا پر څلورم فروري(۴، ۲، ۲۰۱۰) د پنجنشنبې په ورځ باندي په کوټه ښار کښي د﴿شال ادبي بهير﴾ په نامه باندي د ټولي سوهيلي پښتونخوا د اديبانو او ليکوالانو يوه ګډه غونډه پرانيستل کيږي.
دغه ادبي بهير به د ټولو ليکوالانو او شاعرانو تر منځ د يوه کور حيثيت خپل کړي تر څو هر ځوان په خلاص مټ وکولای سي بې له کمه تکليفه څخه خپل شعر، لنډه کيسه او داسي نور د مشرانو په وړاندي کښيږدي تر څو د هغه د اصلاح په باب لازمي لارښووني تر لاسه کړي.
د ټولو ليکوالانو، شاعرانو او ادبپالو څخه په ډېره درناوي هيله کيږي چي زموږ سره په دغه پرتمينه غونډه کښي ګډون وکړي.