کور / تازه خبرونه / برتانيه: له ملامحمدعمر سره سوله نسي کېداى

برتانيه: له ملامحمدعمر سره سوله نسي کېداى

د برتانيې د دفاع وزير له اسلام آباد څخه د ليدني پر مهال خبريالانو ته وويل نړۍ د هغو طالبانو سره خبري کوي چي له القاعدې څخه ځانونه جلا کړي.
د دفاع وزير بيل رينل د افغانستان په ثبات کي د پاکستان رول مهم وباله او زياته يې کړه، اويا فيصده طالبان د خپلو مشرانو له جګړې ناراضه دي او هغوى خبرو ته حاضر دي. خو نوموړي دا روښانه نکړه، چي دغو اويا فيصده کسانو ولي له ملامحمدعمر څخه پر ناراضۍ سربېره بيا هم سرونه په لاس کي اخيستي او د بهرنيو ځواکونو په وړاندي جنګېږي.