کرزي د سعودي له پاچا سره وليدل

34 | فبروري 4th, 2010


د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چي دوې ورځي دمخه د سعودي عربستان په سفر ولاړئ پرون يې د دغه هيواد له پاچا عبدالله بن عبدالعزيز سره وليدل.
ولسمشر کرزي له سعودي پاچا څخه د طالبانو سره په مذاکراتو کي د منځګړتوب او له افغانستان سره د نورو مالي مرستو هيله وکړه.
سعودي پاچا ولسمشر کرزي ته د پاچا عبدالعزيز دولتي مډال ډالۍ کړ، خو د سولي په خبرو کي يې د حکومت پر هغه دريځ ټينګار وکړ چي وايي په دې شرط د حامد کرزي او طالبانو منځګړتوب کوي چي طالبان له القاعدې ځان جلا کړي.
ټاکل سوې چي ولسمشر کرزى به نن له سعودي څخه د المان پر خوا د مونيخ ښار په نړۍواله امنيتي غونډه کي د ګډون په خاطر وخوځي.

Copyright Larawbar 2007-2024