له جګړې څخه د خلاصۍ وخت دى

د لراوبر اداره | فبروري 3rd, 2010


د غربيانو او شرقيانو له تپل شوې جګړې څخه د خلاصۍ وخت همدا دى.
په کار ده افغان واکمن له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او خپل ولس د نورو د ستراتيژيکي دښمنۍ او جګړې له شره خوندي کړي.
پنجاب، مسکو او پارس د دغه فرصت د ضايع کولو په لټه کې دي او غواړي د لويديځ تر بشپړې ماتې او په منځني ختيځ او منځنۍ اسيا کې د لويديځ پر موخو د پوره ولکې ټينګولو پورې خپله جګړه پر افغانانو مخته يوسي.
دا د افغانانو له پاره د نورو له يرغمل، نيواک او ښکېلاک څخه د خلاصۍ او د نورو له کرايي نوکرۍ او سرتېرۍ او جګړې څخه د ژغورلو موقع ده، که افغان مشران او افغان ولس دغه موقع له لاسه ورکوي، نو کېداى شي تر اوږدې مودې پورې په جګړه کې پاتې شي او د جګړې په پاى کې د ايران، پاکستان او روسيې لخوا منقرض او هيواد يې تجزيه شي.
د دولت مخالفان بايد د مجاهدينو لخوا د نجيب الله په مشرۍ له دولت سره د نه پخلاينې له بدو پايلو څخه عبرت واخلي او هغه په زړه کړي چې د نه پخلاينې په صورت کې څنګه د پاکستان، ايران او روسيې له خود غرضيو ډکې يوې بلې جګړې سره مخ شول.
دا ځل بيا پر افغانانو تاريخ تکرار شوى او بايد د تېر ځل له ترخو څخه درس او عبرت يې اخيستى وي او دا ځل په لوى لاس جګړې، بدامنۍ، شرارت، فساد او نورو بدبختيو ته مخه نه کړي.
کله چې يو څوک د افغانستان حالاتو په اړه فکر کوي، لکه د يوې فلسفي موضوع په توګه په نظر راځي چې وروستى حل يې بيا هم هماغه لومړۍ پوښتنه تداعي کوي او په پاى کې يو څوک فکر کوي چې ګوندې د مسالې حل نشته.
په افغانستان کې سياست او حالات سل پوښتنې زېږوي او سل ځوابونه، خو بيا هم ان وروستى ځواب يې لومړۍ پوښتنه نه شي ځوابولاى.
دا په داسې حال کې ده چې سياست يو سيستماتيک ميکانيزم دى او له تصادف او بې خبرۍ سره سازش نه لري.
په سياست کې هر څه پروژه کيږي او د هرې پروژې پايله په لومړي سر کې معلومه وي.
يا په بله وينا، پروژه د پايلې او هدف لاسته راوړلو پلانګزاري ده چې په ځيره توګه ترسره کيږي او په حقيقت کې د امکاناتو او وخت رياضييز او الجبريز وېش دى.
نو بيا ويلى شو چې د افغانستان حالات په ځيره توګه پلان شوي او د ښکېلو غاړو د پروژه شويو امکاناتو او جګړو پايله ده او افغان ولس يې يرغمل دى او د افغانانو دريځونه او سنګرونه په حقيقت کې د مجبوريتونو پناه ځايونه دي چې ورته په لوى لاس ټېل وهل شوي او هيڅکله افغانان نه غواړي چې په خپلو کې سره وجنګيږي او يو ورور دې په خپل لاس د بل ورور ژوند واخلي.
د افغانستان جګړې او حالاتو په اړه ټولې فرضيې، قضيې او پوښتنې خپل خپل ځايونه لري او په دننه کې يې زيات شمېر واقعيتونه پراته دي.
دغه ټولې پروژې په خپل وخت سره پروژه والو ته خپلې پايلې لري، خو هغه څه چې دلته افغان ولس او په تېره عام پښتانه يې نه شي احساسولى، هغه د دوى برخليک دى، چې په ورځنيو خبرو کې يې هر وګړى د پوښتنې په ډول چې ((څه به کيږي)) مطرح کوي، خو هيڅ يو افغان او په تېره پښتون ته متره نشته چې غوڅ ځواب يې ووايي.
هره ورځ ليدل کيږي چې په سوونو زموږ بااحساسه ځوانان چې له خپل هيواد او ولس سره مينه او ګډ احساس لري، دغې پوښتنې ته د ځواب موندلو له پاره هڅه کوي او هر څه چې يې مغز او فکر په واک کې ورکړل، د نېټ او رسنيو له لارې له نورو سره شريکوي.
خو په خواشينۍ سره موږ ټول يوازې په دې لګيا يو چې د خپل برخليک په اړه خبر شو او هيڅکله دا متره مو نه ده ترلاسه کړې چې د خپل برخليک په اړه تصميم ونيسو او پرېکړه وکړو.
يا په بله وينا، يوازې د بهرنيانو او نورو د هغه پروژو(توطيو، دسيسو، پلمو) ننداره کوو چې زموږ په اړه يې لري او هيڅکله د يو فعال حرکت او يا غبرګون په توګه عمل ته نه داخلېږو.
يانې يوازې د خپلې وژنې او د خپل هيواد د ورانونې په ننداره لګيا يو، نه له دغه وژنې او ورانونې څخه د چا لاس نيسو او نه د پرديو د پروژو شنډولو له پاره خپله کومه پروژه لرو.
هيڅوک له ځايه ټکان نه خورو، ټولو مو له ځانه خيالي کړۍ راچاپېرې کړي او يو ډول پټه وېره لرو او فکر کوو که چېرې له ځايه مو حرکت وکړ، نو داسې او يا هغسې به شو…. و به وژل شو، بندي به شو او يا يو څوک به راباندې راودانګي.
خو دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ ګورو وژل کيږو، بندي کيږو، ربړول کيږو، رټل کيږو، له واک او حکومته ګوښې ته وهل کيږو، خو لاهم په دې فکر يو چې ګوندې زموږ نوبت به نه راځي او يا هم نوبت مو لا لرې دى.
ځينې نور بيا په دې اند دي چې بل ته وايي ته مخکې شه زه درپسې يم، خو خپله د مخکې کېدو جرئت نه کوي او له دغو خيالي کړيو څخه د ځان ژغورلو عمل ته زړه نه ښه کوي.
ځينې نور بيا نه پوهېږي چې له کومه يې پيل کړي.
که دغو ټولو مسلطو افکارو ته ځير شو، نو يو هم د عمل مرحلې ته نه داخلېږي او کوم کار نه ترسره کوي.
زه وايم راځئ چې له همدې ځاى يې پيل کړو، له هغه ځايه چې موږ په کې ولاړ يو.
راځئ په همدې پوښتنه يې پيلوو چې څه به کيږي؟ خو په دې توپير سره چې دا ځل دا پوښتنه له ځانه کوو او ځواب يې هم له ځانه غواړو.
اوس موږ په دې ځاى کې ولاړ يو چې د امريکې په مشرۍ د 40 هيوادونو ځواکونه راغلي او وايي چې له القاعدې سره جګړه کوي.
القاعده د اسامه په مشرۍ يوه مذهبي ډله ده چې پر فلسطين د اسراييلو د بريدونو بندول او د فلسطين ازادول غواړي.
پر دې سربېره يو شمېر نورې غوښتنې هم لري چې عربو د چاپېريال څرګندونکي دي او له نورو ولسونو سره يې سروکار نشته او بيا د دغه موخو لاسته راوړلو له پاره پر ټولو مسلمانانو غږ کوي چې ورسره يو ځاى شي او پر مسلمانانو(عربانو) د کافرانو د ظلم پاى ته رسولو شعار ورکوي.
دا ډله د دې رنځ معجون په جهاد او اسلامي نظام کې ويني.
دا ډله نږدې له ټولو اسلامي توندلارو او اسلامي تنظيمونو سره اړيکې لري او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه احساساتي ځوانان راټولوي او په افغانستان، عراق او پاکستان کې يې د امريکې ائتلاف پر وړاندې جنګوي.
دا بيا په داسې حال کې ده چې دغه ډله د خپلو موخو له جغرافيې څخه په سوونو او زرګونو کيلومتره لرې جنګيږي او شايد دليل يې په داسې يو ځاى کې په جګړه کې د لويديځوالو راښکېلول وي چې لويديځوالو ته په کې جګړه سخته او زيات لګښته وي.
د دې پروژې پاى روښانه دى چې د امريکا او لويديځوالو ماتول او تالاترغه کول او پر نړۍ د القاعده او بنسټ پالو د ولکې ټينګول دي.
القاعده له اسلام څخه خپل جلا تعبير لري چې له اسلام څخه يو ټوليز تعبير نه شي بلل کېداى او د اسلام ټول فقهين او عالمان ورسره يوه خوله نه دي.
د دغه پروژې جانبي بهيرونه بيا په توله نړۍ کې د جنګ جګړو پيلېدل او ورسره د بېوزلۍ، مرګ ژوبلې، فقر، بېکارۍ او بې بندوبارۍ زياتېدل دي.
لويديځ تر يوې اندازې د القاعده غوښتنو ته پام کوي، خو هغه د خپلو جانبي بهيرونو له امله يوه شريره او کړکېچ زېږونکې ډله بولي.
ځينې شنونکي بيا له لويديځ سره د القاعدې دښمنۍ ته د شک په سترګه ګوري او انګېري يې چې دا ډله د امريکا، انګليس، سعودي عرب او اسراييلو د استخباراتو لخوا پر نړۍ د دوى د واک ټينګولو له پاره پنځول شوې ده او دا شک بيا هلته خپل قوت پيدا کوي چې د دغه ډلې د مشر بن لادن اړيکې تر کتنې لاندې راشي.
ويل کيږي چې اسامه د سعودي شاهي کورنۍ غړى دى، اوس يې ګڼه کورنۍ په امريکې کې مېشت ده او د امريکې له سترو شرکتونو سره په سوداګرۍ کې شريکه ده.
پر دې سربېره بن لادن د ډېر وخت له پاره امريکې د استخباراتو غړى پاتې شوى او د ((غټ دروغ)) په نوم کتاب خو يې ثابتوي چې امريکې د منځنۍ اسيا د تېلو د پروژې مخکښ غړى دى.
چې دا بيا د تېلو او ګازو طبعيي زېرمو لاسته راوړلو او د امريکې اقتصادي پراختيا له پاره د افغانستان جګړې دليل پياوړى کوي.
امريکا او ائتلاف يې القاعده د نړۍ پر وړاندې ګواښ بولي او د افغانستان جګړه د ترهګرۍ پر ضد جګړه بولي.
خو دا په داسې حال کې ده، په دې جګړه کې چې کوم افغانان مري هغه القاعده نه پېژني او نه يې پوهه لري، د طالبانو ليکې هم زياتره برخه يې بې سواده او عام افغانان جوړوي، خو مشران يې بيا د القاعدې په ګډون له زياتو استخباراتي شبکو سره اړيکې لري او په ځانګړې توګه د پاکستان او ايران استخباراتو له خوا سوق او اداره کيږي.
د طالبانو په ليکو کې هم په انفرادي ډول افکار پاشلي دي، څوک د پيسو، څوک د عقيدې او څوک د غچ کښلو له پاره جنګېږي.
له طالبانو څخه ملاتړ هم دوه ګونى دى، يو د امريکا او نورو ائتلافيانو د پراختيا پرضد نړيواله بڼه لري او بل د هيواد دننه د فساد او فتنې پر وړاندې مقاومت دى چې په نظام کې د اصلاح او ټولنيز عدالت ټينګښت تر وخته به روان وي.
د جګړې په ايتلافي اړخ کې هم ملاتړ دوه ګونى دى، يو د خپلو اقتصادي او سياسي ستراتيژيو د تعقيب او بل د امتياز لاسته راوړلو له پاره د جګړې له ځواکمن او سوبمن لوري سره درېدل دي.
د جګړې دواړو غاړو خپل خپل زورونه ازمايلي، خو پر يو بل بري ته نه دي رسېدلي.
د ترهګرۍ ضد جګړې پروژه چې کېداى شي د منځنۍ اسيا د تېلو او ګازو زېرمو ته د رسېدلو پروژې جانبي بهير وي، جانبي بهيرونه په غوښتې او ناغوښتې توګه د افغان ولس او دولت له پاره خورا زيانمنونکي دي او دغه بهيرونو اوس د ترهګرۍ ضد جګړه ننګولې او له ماتې سره مخ کړې ده.
د ترهګرۍ ضد جګړه دا مهال د پښتنو پر ضد جګړې اوښتې او ناټو دا مهال عملاً د ترهګرو پر ځاى له پښتنو او کليوالي سيمو سره په جګړه کې ښکېل ده.
دا په داسې حال کې ده چې د نورو قومونو په پرتله، په سيمه کې پښتانه له امريکې سره دوستان پاتې شوي او ګډې ستراتيژيکي ګټې لري.
د ترهګرۍ ضد جګړې د مسير په بدلولو کې د پښتنو کورنيو او بهرنيو دښمنانو او د پښتنو چارواکو بې کفايتۍ ستره ونډه لرلې ده.
که د جګړې طالبي اړخ ته وکتل شي، دغه اړخ خپله جګړه د پښتنو په سيمه کې ايساره ساتلې چې له امله يې هره ورځ د پښتنو کلي او بانډې ورانېږي، ښځې او نارينه يې وژل کيږي.
بل پلو تر اوسه دغه اړخ پښتونواله او پښتونولي تعصب ګڼي او له پښتنو سره يې کومه خواخوږي نه ده ښودلې.
په داسې حال کې چې د طالبانو کورني دښمنان د دوى په اصطلاح د شراو فساد ډلې په هيواد او دولت کې غوښن حضور لري او چارواکي يې عملاً د دولت او امريکا له سنګره، له طالبانو سره په جګړه کې دي او د دوى له شرارته ده چې د طالب او پښتون پر کور يې اور بل کړى دى.
د امنيت رييس امرالله صالح چې په پاکستان کې ترې نه د پنجابيانو جاسوسي پاتې وه او نه د امريکايانو او اسراييلو او امريکې د پاکستان او ايران په سپارښتنه دلته د استخباراتو رييس کړى، هره ورځ د پښتني سيمو د بمبارولو له پاره په دروغو راپورونه ترتيبوي او بيا يې د ملي دفاع د اصلي وزير يانې لوى درستيز بسم الله او ناټو پر مټ پلي کوي.
د خداى رټل شوى عبدالرجيم وردګ او کور و کر زوى يې تماشه کوي او په پيسو ټولولو کې دومره ګرم راغلي چې د خليلي په کتو يې هويتونه هزاره او د مارشال په کتو يې هويتونه تاجک او نور ډېر ژر بدل او رابدل شي.
په دې منځ کې بيا طالب ملايان هم خپل ګوزارونه د پنجابي يارانو په اشاره پښتنو ته برابر کړي، په يو نوم ايښودلو سره له چا سر پرې کړي او له چا پښې، يا په اصطلاح لرګې پرې ومنډي او نوم يې مميز کېږدي.
امريکايان هم لکه روسان په جګړه کې خپلو نژديو ګټو ته لومړيتوب ورکوي او فکر کوي چې د لږکيو قومونو په هڅولو سره به پښتانه د دغه هيواد د اصلي ساتونکو په توګه له خپلو ښکېلاکي موخو له لارې لرې کړي او بيا به نو دوى وي او پر افغانستان مزې او چړچې.
دغه غافله د شين سترګو قافله له دې بې خبره ده چې د پښتنو له کورنيو او بهرنيو دښمنانو سره د دوى دوستي د مطلب او لنډې مودې دوستي ده او لکه ماران په لستوڼي کې يې ځايونه نيولي دي او هيڅکله به د دوى په شتون کې امريکا خپلو موخو ته ونه رسېږي او همدا اوس هم په غير مستقيم ډول د امريکې پر ضد جګړه د طالبانو له سنګرونو او ليکو څخه همدوى پر مخ وړي او د منځنۍ اسيا د تېلو او ګازو زېرمو په لور يې د دوى مخه نيولې ده.
هغه خلک چې په سيمه کې د يو پياوړي اقتصاد او بازار د رامنځته کېدو رښتينې لېوالتيا لري، هغه پښتانه دي، نه ايرانيان او پنجابيان او په افغانستان کې د دوى غلامان.
نو بيا امريکا په سيمه کې له خپلو ستراتيژيکو دوستانو سره په عبثه جګړه بوخته ده او خپل دښمنان يې ځانته کرايي دوستان نيولي دي.
په وروستۍ ارزونه کې ويلى شو، که امريکا هر څومره او هرکله له پښتنو سره په دښمنۍ کې غواړي په سيمه کې خپلې ګټې خپلې کړي، نو په جرئت سره وايم چې هيڅکله به خپلو موخو ته ونه رسېږي، امريکې د ګټو له پاره تضمين د پښتنو دوستي ده او د پښتنو دوستي بيا معلومه ده چې هغه په برابرې ونډې او برابرتيا ولاړه ده.
د لندن کنفرانس چې لويديځ ته د پښتنو د دښمنۍ د درس په پايله کې جوړ شوى، داسې ښکاري چې امريکا نور له طالبانو او پښتنو سره له دښمنۍ په شا شوې او په پام کې لري چې له پښتنو او طالبانو سره د دوستۍ لاس ورکړي.
په داسې حال کې چې دا مهال ګاونډي قومونه لکه ايرانيان، پنجابيان، روسان، ازبکان او نور له پښتنو سره د واک او ستراتيژيک هدفونو په سر په سخته سيالۍ کې دي او د پښتنو ورکولو له پاره په ګډه او همغږۍ سره عمل کوي.
لندن د کنفرانس د سولې وړانديز يو له مهمو فرصتونو څخه دى چې بايد ګټه ترې واخيستل شي.
په افغانستان کې د ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې کولى شي چې د دوى غوښتنې او نظرونه واورېدل او وارزول شي.
په افغانستان کې د جګړې او د ادامې يې يو مهم لامل د خبرو او تفاهم د لارې بندېدل وو. خبرې به ښکېلو غاړو ته وخت ورکړي چې د يو بل غوښتنې واوري او دا به يو د بل زغملو تفاهم رامنځته کړي.
خبرې تر ټولو زياتې افغان لوري ته مهمې دي، ځکه چې جګړه د نورو ده او نورو د ګټو تامين له پاره ده، خو دا چې د افغانانو په کور روانه ده، نو قربانيان يې افغانان دي او زيات زيان يې هم افغانانو ته رسېږي.
په روانو شرايطو سره د جګړې پاى هم د افغانانو په ګټه نه دى، که څه هم افغانان به په دې جګړه کې فکر کوي چې د ځان له پاره جنګېږي، خو دا چې تمويل او کارونه يې د نورو لخوا کيږي او پر ځان بسيا نه دي، نو په پاى کې به د جګړې ګټه يې نورو ته رسېږي او جګړه به هغه وخت درول کيږي چې درول يې د نورو ګټې ډاډمنې کړي.
اوس هم پاکستان، هند او نور په کمين کې دي چې د خبرو ابتکار له افغانانو چور کړي او په خپل لاس کې يې واخلي.
لوى او متعصب پنجابى نواز شريف چې په پنجابستان کې د افغانستان د وروستيو ورانيو وياړ ورپه برخه دى، لا د مخه يې د پاکستان پر حکومت غټ کړى چې د خبرو ابتکار په لاس کې واخلي او موخه يې له دې څخه دا ده چې دغه خبرې د پاکستان په ګټه وڅرخوي او لکه د تېر جهاد په څېر د افغانانو د سرښندنو ګټه د دوى په جېب کې ولوېږي.
د خبرو پيلېدو په درشل ټول پاکستاني چارواکي که ملکي دي که نظامي، سخت لاس په کار شوي چې دغه خبرې د ځان په ګټه وڅرخوي او لا له مخکې يې غږ کړى چې نړيواله ټولنه بايد د خبرو کولو ابتکار دوى ته وسپارل شي او پاکستان ته د افغانستان د سولې په بدل کې امتياز قايل شي.
يا په بله وينا، د افغانانو د سرښندنو قيمت بايد پنجابيانو ته ورکړ شي، ځکه چې طالبانو او د دولت نورو مخالفانو ته وسلې دوى ورکولې.
ايران خو د لندن په کنفرانس کې د خپلو شومو موخو له امله ګډون ونه کړ او په افغانستان کې له سولې او طالبانو له واک سره جوړ نه دى او پام کې لري چې جګړې ته ادامه ورکړي.
روسيې هم خپل مخالفت په حکومت کې د طالبانو له ګډون سره په ډاګه کړى.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د دولت مخالفانو وسلوال ملاتړ د پاکستان، روسيې او ايران لخوا روان دى، خو د دوى دا ملاتړ له خپلو هيوادونو څخه د ناتو او لويديځ د ګواښ کمولو له پاره دى، نه د افغانستان او افغانانو د مصلحتونو له پاره.
د دولت مخالفان چې دا مهال سولې د خبرو پر امتيازونو له امريکې ضد ائتلاف هيوادونو له سخت مخالفت سره مخ دي، بايد ډېر ځيرکانه، په بشپړ يووالي او ځواک سره د سولې بهير ته راودانګي او د خبرو ابتکار په خپل لاس کې ونيسي او تر ټولو غوره دا ده چې په نېغه توګه د خبرو او سولې پروسه مخ ته يوسي، که دې خبرو ته د پنجاب او پارس پښه رااوږدېږي، نو په قوي ګومان خبرې له ناکامۍ سره مخامخ کيږي او دغه دوه هيوادونه د امريکې تر بشپړې ماتې او افغانستان او د منځنۍ اسيا د زېرمو تر ولکه کولو پورې غواړي جګړه ادامه ومومي او هغه هم په داسې شرايطو سره چې جګړه يې افغانان پر مخ يوسي او تلفات هم افغانان وزغمي.
کومه جګړه چې نن پر افغانانو تپل شوې، افغانان په کې د يو ملت موقف نه لري، بلکې کرايي سرتېري دي چې د نورو هيوادونو له پاره جنګېږي، خو د افغانانو ګټې او برخليک له هغوى څخه بېل دي او بايد سره جلا شي.
د سولې خبرې د طالبانو او اسلامي ګوند د پلويانو او مشرانو له پاره وروستى چانس دى چې د نورو له يرغمل پرته د خپل هيواد برخليک وټاکي.
د افغان دولت ته هم په کار ده چې ټول طالبان او مخالفان له کشره نيولې تر مشره پورې په دولت کې شامل کړي، ځکه چې د طالبانو له يوځاى کېدو وروسته ممکنه ده چې افغانستان د پاکستان او ايران لخوا له يوې بلې تپل شوې جګړې سره مخ شي او بيا په ګډه سره وکولى شي د دغې جګړې مقابله وکړي.
ايران، روسيه او پاکستان د افغانستان قسم خوړلي دښمنان دي چې له 50 کلونو راهيسې د افغانستان بربادولو ته يې ملا تړلې او هيڅ افغان بايد د دوى په نرمه او ترخه خبره و نه غولېږي او نه د دوى په اوښکو لکه تمساح يې چې د ښکار پر وخت له سترګو څڅوي.
افغانان په يوه خوله سوله غواړي او نور نه غواړي چې د منځني ختيځ او يا د منځنۍ اسيا د ستراتيژيکي دښمنيو او لوبو قرباني شي. د افغانانو هيله له کرزي، ملاعمر او حکمتيار څخه دا ده چې ويښ شي او د نورو جګړې دې پر خپل ولس نه تپي. سولې ته مخه کړي او پرېږدي چې هر څوک خپله جګړه په خپله وکړي، افغانانو د ظلم او ښکېلاک پر وړاندې خپل ديني او انساني پوره ونډه ادا کړې او پوره 200 کاله يې پرضد جنګېدلي، اوس دې نورو ته هم وخت ورکړ شي چې هغوى هم خپله ونډه ادا کړي او څه موده دغه ملت ارامه وي او خپلو رغونو ته ورسېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024