کور / تازه خبرونه / د ناټو غړو هيوادونو دفاع وزيران نن په تركيه كي جرګه سوي

د ناټو غړو هيوادونو دفاع وزيران نن په تركيه كي جرګه سوي

د ناټو د اتو ویشت غړو هیوادونو د دفاع وزیران نن د ترکیې په استانبول ښار کې جرګه سوي، چي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته د زرګونو روزونکو پر لېږلو خبرې وکړي .

د ناټو ترمشرۍ لاندې ایساف افغانستان ته تازه څلوېښت زره نور سرتېري لېږلي، خو په داسي حال کي چي غواړي د امنیتي چارو مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپاري د دغو ځواکونو د روزنې لپاره ډېر روزونکي نه لري .

د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن وایی نور په افغانستان کې ځواکونو ته اړتیا نه لري خو د تړون له غړو هیوادونوغواړي چې روزونکي ولېږي چې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه وروزي .