د هلمند چارواكي وايي 32 وسلوال طالبان مو وژلي

56 | فبروري 4th, 2010


د هلمند ولايت چارواكي وايي چي پرون د پوځي عملياتو په پايله كي 32 وسلوال طالبان وژل سوي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي دغه پوځي عمليات ددغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ كي سوي، چي په كي د ملي اردو درې سرتيري هم وژل سوي.

خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمد ادعا كوي چي په دغو عملياتو كي د دوى يو ملګرى او درې ملكيان وژل سوي او دوى پنځلس بهرنيان وژلي.

چارواكو دا ادعا رد كړې.

Copyright Larawbar 2007-2024