ښاغلى كرزى او شاه عبدالله جرمني ته ولاړه

56 | فبروري 4th, 2010


افغان ولسمشر حامد كرزي په سعودي عربستان كې خپل رسمي سفر پاى ته ورساوه او ددغه هيواد له پاچا شاه عبدالله سره يو ځاى نن جرمني ته تللى.
ټاكل شوې چې دوى به يو ځاى د جرمني په مونيخ ښار كې په يوه نړيواله امنيتي غونډه كي ګډون وكړي.

د ولسمشر حامد كرزي يوه وياند احمد ضيا سيامك ازادي راډيو سره په خبرو كي سعودي عربستان ته د ښاغلي كرزي سفر ګټور وباله او ويې ويل ددغه هيواد پاچا د افغان ولسمشر هغه رسمي غوښتنه هم منلې چې په افغانستان كې د وسلوالو مخالفينو سره په خبرو اترو كې مرسته وكړي.

ټاكل شوې چې د مونيج په نړيواله امنيتي غونډه كي هم چې سبا پيليږي په افغانستان كې د سولې او امنيت په اړه بحث وشي.

Copyright Larawbar 2007-2024