راپورونه: په كاپيسا كي د فرانسوي سرتيرو پر موټر چاودنه سوې

56 | فبروري 4th, 2010


راپورونه وايي چي په كاپيسا ولايت كي د فرانسوي ځواكونو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې.

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چي، دغه چاودنه نن غرمه د كاپيسا په مركز پورې مربوط د سنګ بريده په سيمه كې هغه وخت وشوه چي، د فرانسوي ځواكونو د موټرو كاروان له سيمې تيرې دى.
د كاپيسا د امنيت آمر ډګروال وهاب كوهستانى هم دا چاودنه تاييد وي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې بې خبري ښيي.

د چاودنې مسئوليت د اسلامي حزب ډلې پر غاړه اخيستې. زبير صديقي چې ځان ددې ډلې وياند بولي ادعا كوي چې په چاودنه كې لس فرانسوي عسكر وژل شوي دي.

چارواكو د دوى ادعا نه ده تاييد كړې.

Copyright Larawbar 2007-2024